کندهار (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٠) : د کندهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست لخوا د ښار او ولسواليو ٢٠٠ تنو بزګرانو ته د يوې مياشتې په اوږدو کې د زعفرانو د کښت په اړه رروزنه ورکړل شوه.
د کندهار ولايت د کرنې رييس انجنير احمد شاه روشن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کروندګر د زعفرانو د کښت، روزنې، حاصلاتو او بازار په برخو کې و روزل شول.
هغه زياته کړه، په پيل کې د دغو دوه سوه تنو له جملې څخه ١٥ تنه کروندګر هرات ولايت ته ولېږدول شول، چې هلته يې د زعفرانو کروندې له نږدې وليدلې او د هغه ولايت د کرنې رياست لخوا يې روزنه ولېدله.
د نوموړي په وينا، په هرات ولايت کې روزل شويو دغو پنځلسو کروندګرو، کندهار ته تر راستنېدو وروسته پاتې ١٨٥ تنو ته د يوې مياشتې په برخه کې روزنه ورکړه.
دى وايي، دا چارې د کرنې وزارت په لګښت تر سره شوې، چې نن فارغو شويو کسانو ته د فراغت ليکونو تر څنګ د زعفرانو د کښت د روزنې اړوند سامان الات هم ورکړل شول.
د کرنې رييس د دې پروګرام موخه په کندهار ولايت کې د زعفرانو د کښت دود کول او د کوکنارو مخنيوى وګاڼه.
ده وويل، تر دې مخکې هم د کندهار يو شمېر کروندګرو ته ورته روزنه ورکړل شوې او ښې پايلې يې لرلې دي.
د فدا محمد په نوم د دامان ولسوالۍ يوه کروندګر، چې په دې پروګرام کې يې برخه اخيستې وه، وويل، چې د زعفرانو کښت د کوکنارو ښه بديل کېداى شي، خو دولت دې يې حاصلاتو ته بازار پيدا کړي.
هغه دغه راز له دولت څخه وغوښتل، چې له کروندګرو سره د ماشينريو په برخه کې مرستې وکړي، تر څو کروندګر له اقتصادي پلوه په پښو ودرېږي.
زعفران د هغه بوټي د بانجاني رنګه ګل سروکې وي ، چې د پياز په شان تخم يې، لومړى په ځمکه کې کرل کېږي.
د زعفران له ګل څخه بانجاني رنګه تارونه بېلېږي او د خوراکونو او چايو د مزې او رنګ په بدلولو او طبابت کې ترې کار اخيستل کېږي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن