ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د يوې ديني مدرسې ١١ طالبان ټپيان شول

author avatar
22 Jan 2012 - 13:13
author avatar
22 Jan 2012 - 13:13

د بغلان د پوليسو مطبوعاتي مسوول لومړي بريدمن محمد اصف نن (د سلواغې دوهمه) پژواک اژانس ته وويل، چې دا چادونه تېره شپه د دهنه غوري ولسوالۍ په سرخ کوتل سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د دې چاودنې اصلي لامل تر اوسه لا نه دى په ډاګه شوى.

د بغلان د ولايتي روغتون د جراحۍ څانګې مسوول ډاکتر ميرويس هوتک وويل، چې شپږ ټپيان د دوى روغتون ور وړل شوي او پنځه نور د د يادې ولسوالۍ په کلينيک کې بستري دي.

هوتک زياته کړه، چې په چاودنه کې د ټپي کسانو لاسونه، پښې او مخونه سوځلي او د مدرسې د يوه ښوونکي په ګډون د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د بغلان ولايت د ملي امنيت يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل، له څېړنې وروسته به په ډاګه شي، چې د دې پېښې لامل څه و، خو ښايي د ماين چاودنې له امله رامنځته شوې وي.

خو د يادې ديني مدرسې طالبان د امنيتي مسوول دغه ادعا ردوي.

د دې پېښې يوه ټپي شاه ولي پژواک ته وويل: ((د ګازو بالون يخ وهلى و او پر بخارۍ مو اېښى و، چې وچاودېد.))

د هغه په وينا، دوى پر مطالعه بوخت وو، چې دغه پېښه رامنځته شوه.

د يادونې ده، چې د روان کال په اوږدو کې د بغلان ولايت په ديني مدرسو کې دا لومړۍ چاودنه ده، چې رامنځته کېږي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.