کابل ښار (پژواک ٢ سلواغه ٩٠): د ملي دفاع وزارت د غذايي مسموميت له امله د ملي اردو د يو شمېر سرتېريو د مړينې د خبر په ردولو سره وايي، چې مسموم شوي ټول سرتېري تېره ورځ له درملنې وروسته بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.
دوه ورځې مخکې (د مرغومي ٣٠مه) د ملي اردو يو شمېر سرتېري د کابل په نظامي روزنيز مرکز کې مسموم شول، چې د درملنې لپاره د سردار محمد داوود خان (څلور سوه بستريز) روغتون ته ولېږدول شول.
تېره ورځ ځينو داخلي رسنيو د سردار محمد داوود خان روغتون د ډاکترانو له خولې داسې راپورونه خپاره کړي وو، چې ګواکې د مسموم شوو سرتېريو له ډلې ١٢ يې ساه ورکړې ده.
خو د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په داسې حال کې، چې د مسموم شوو سرتېريو شمېر يې په ډاګه نه کړ، خو د دغه راپورونو په ردولو سره يې وويل: ((په خواشينۍ سره چې ځينو رسنيو له کره معلوماتو پرته ويلي، چې د ملي اردو يو شمېر مسموم شوي سرتېري مړه شوي دي، چې دا خبر په بشپړ ډول دروغ دى. ))
هغه زياته کړه، له ټولو رسنيو، چې دا خبر يې خپور کړى دى او د سلګونه کورنيو د اندېښنې لامل شوى دى، هيله کوم، څو د کابل نظامي روزنيز مرکز ته ولاړ شي او موضوع تر څېړنې لاندې ونيسي، څو ډاډه شي، چې خبر يې سم نه دى.
عظيمي زياته کړه، طبي څېړنې ښيي، چې د ملي اردو د سرتېريو مسموميت د مېوې او ترکارۍ په مينځلو کې د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوى دى، هېڅ ډول ورانکار عمل په کې نه دى شوى.
هغه زياته کړه، چې د مسموم شوو سرتېريو درملنه پر خپل وخت وشوه او تېره ورځ ټول بېرته خپلو دندو ته ستانه شول.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن