ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګاز ډبې چاودنې نهو تنو مرګ ژوبله واړوله

د ګاز ډبې چاودنې نهو تنو مرګ ژوبله واړوله

author avatar
22 Jan 2012 - 15:55
د ګاز ډبې چاودنې نهو تنو مرګ ژوبله واړوله
author avatar
22 Jan 2012 - 15:55

کابل ښار (پژواک ٢ سلواغه ٩٠): د کابل ښار د دهمزنګ په سيمه کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ دوه غړي و وژل شول او اوه نور ټپي دي.

د يادې کورنۍ زوم، چې د کابل ښار په دهمزنګ کې اوسېږي پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر ماښام شپږ بجې پر داش باندې د ډوډۍ پخولو پر مهال ګاز ډبه وچاودېده، چې له امله يې د يادې کورنۍ يوه مېرمن او يو اوه کلن ماشوم و وژل شو او اوه تنه، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، ټپي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په لسو مياشتو کې د کابل ښار په دوو روغتونونو کې څه باندې څلورنيم زره د سوځېدو پېښې ثبت شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټپيان دمګړۍ د استقلال او اندراګاندي په روغتونونو کې بستر دي.

هغه وويل، ګاز ډبه هغه مهال وچاودېده، چې د لرګيو بخارۍ ته يې نږدې اېښې وه.

د استقلال روغتون مشر ډاکتر يوسف پور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې کورنۍ څلور تنه دغه روغتون ته ور وړل شوي، چې د يوې مېرمنې د سوځېدو کچه ٦٥ سلنې ته رسېږي او تېره شپه يې په روغتون کې ساه ورکړه، پاتې درې نور (يوسړى او دوه مېرمنې) چې د سوځېدو درجه يې له ٢٥ نه تر ٣٠ سلنې پورې ده، تر درملنې لاندې دي.

نوموړي په داسې حال کې، چې ويل يې، دا پېښه د کورنې د نه پاملرنې له کبله رامنځ ته شوې، زياته کړه، که د ګاز ډبه ليک او يا يوې حرارتي منبع ته نږدې کېښودل شي، نو د تودېدو له امله يې چاودنه رامنځ ته کېږي.

هغه له خلکو وغوښتل، چې د ګاز، برېښنا او تېلي وسايلو او اېشېدلو اوبو نه د استفادې پر مهال دې له احتياط څخه کار واخلي او هڅه دې وکړي، چې ديګ بخار او د ګاز ډبه دې شېبه په شېبه کنټرول کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د روان کال په تېرو لسو مياشتو کې په استقلال روغتون کې د سوځېدو ٤٠٥٩ پېښې ثبت شوې دي.

دغه راز د کابل د اندراګاندي روغتون د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې د سوځېدو ٤٧٩ پېښې په دغه روغتون کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا د معلوماتو له مخې، د تېر کال په اوږدو کې د هېواد په روغتونونو کې شاوخوا ٢٤زره د سوځېدنې پېښې ثبت شوې، چې له يادې شمېرې ٢٣٤ تنه مړه او د پاتې نورو درملنه شوې ده.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.