ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرانسې افغانستان ته د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ

author avatar
22 Jan 2012 - 17:25
author avatar
22 Jan 2012 - 17:25

کابل (پژواک ٢ سلواغه ٩٠): د فرانسې د دفاع وزير، ولسمشر حامد کرزي ته ډاډ ورکړ ،چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د فرانسې دفاع وزير ژيراد لانګيو دغه څرګندونې د سلواغې په ٢مه، په ارګ کې ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ولسمشر په دې کتنه کې د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د هغو څلورو فرانسوي سرتېرو پر وژل کېدو خواشيني وښوده، چې د تېرې جمعې پر ورځ (د مرغومي ٣٠مه) د ملي اردو ديوه سرتېري له خوا په ډزو سره ووژل شول.

سرچينې زياته کړې چې په دې کتنه کې ولسمشر حامد کرزي د فرانسې د دفاع د وزير په وسيله يو ځل بيا د فرانسې ولسمشر، خلکو او د دغو سرتېرو کورنيو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې د مراتبو د څرګندولو په ترڅ کې وويل، چې د فرانسوي سرتېرو پرخلاف د ملي اردو د يوه سرتېري وسله وال بريد هېڅکله هم د فرانسې پرخلاف د افغانستان د خلکو د غوسې ښکارندوی نه دی، بلکې دا يو فردي عمل دی.

ولسمشر زياته کړې، دا د اندېښنې وړ ده چې د دوهم ځل لپاره د ملي اردو د عسکرو له خوا پر فرانسوي سرتېرو بريد کېږي.

د هغه په وينا، د ملي دفاع وزارت چارواکو ته يې دنده سپارلې، چې د دغو پېښو لاملونه په جدي توګه وڅېړي.

د فرانسې د دفاع وزير ژيراد لانګيو په تګاب ولسوالۍکې د فرانسوي سرتېرو د وژل کېدو په اړه د حامدکرزي له خواخوږۍ او ډاډګېرنې څخه مننه وکړه او يو ځل بيا يې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو له دوام څخه ډاډ څرګند کړ.

هغه زياته کړه: ((فرانسه به په نږدې راتلونکي کې له افغانستان سره د اوږدمهالو ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک کړي، چې له مخې به يې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پياوړې او فرانسه به له ۲۰۱۴ زېږديز کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.))

ولسمشر حامد کرزي په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د فرانسې هېواد له مرستو څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې فرانسه د افغانستان د خلکو لرغونی دوست هېواد دی، چې له افغانستان سره تل په خپله دوستۍ کې رښتينى پاتې شوی دی.

د جمعې پر ورځ په کاپيسا کې د فرانسوي سرتېرو له وژل کېدو وروسته، د فرانسې ولسمشر نيکولاى سرکوزي د ياد شوي هېواد د سرتېرو د وژل کېدو او ټپي کېدو په غبرګون کې د روزنې پروسه او له افغان ځواکونو سره د ګډو عملياتو ترسره کول ځنډولي دي.

سرکوزي د دې پېښې په غبرګون کې وويل، چې د يوه افغان سرتېري له خوا د فرانسوي سرتېرو وژل د منلو وړ نه دي.

فرانسه په افغانستان کې د ايساف تر چتر لاندې ٣٩٣٥ سرتېري لري، چې په کاپيسا ولايت کې مېشت دي او تر اوسه يې ٨٢ سرتېري وژل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.