غزني ښار (پژواک ٢ سلواغه ٩٠) : د غزني په مرکز او ولسواليو کې شوې درنې واورې ورځنۍ چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
په غزني کې له تېر ماښام راهيسې له باد سره مل د واورې اورېدل پيل او تر اوسه اوري، چې له امله يې نږدې ٩٥ سلنه ښار تړلى او د خلکو او موټرو تګ راتګ هم کم شوى دى.
له بېړنيو پېښو سره د مبارزې د دفتر مشر حميدالله ګلستاني وايي، چې د مرکز په ګډون په اتلسو ولسواليو کې درنه واوره اورېدلې ده.
هغه د سلواغې په دوهمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوس هم د واورې اورښت جريان لري او اندازه يې تر ٣٠ سانتي مترو پورې رسېږي او په ځينو سيمو کې يې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.
د ګلستاني په خبره، چې دغه مهال لارې خلاصې دي، په ولسواليو او غرنيو سيمو کې کومه جدي ستونزه نشته.
د ولايتي شورا منشي عبدالولي خانزاده بيا د واورې اورېدل د راتلونکي کرنيز کال لپاره يو ښه زېرى بولي، خو زياتوي، چې که د واورې اورښت دوام وکړي، د لارو بندېدو وېره شته.
دى وايي، چې د لارو د پاکولو لپاره بېله شوې بوديجه کمه او پروسه يې هم شفافه نه ده.
د ژمي تر را رسېدو مخکې له واورو د سړکونو پاکولو تړون خصوصي شرکتونو ته ورکړل شو، چې د ژمي په ټوله موده کې به د واورې له هر ځل اورښت سره تر ١٠٠٠ کيلومترو لارې پاکېږي.
دغه ولايت ته د لارو پاکولو لپاره اوه ميليونه افغانۍ بېلې شوې، چې ښايي د لارو پاکولو لپاره بس نه شي.
د غزني د ولايتي شورا منشي خانزاده وايي، چې د تړون له مخې هر کيلومتر لاره به د ٣٠٠٠ افغانيو په بدل کې پاکېږي، چې د ده په وينا، دا ډېرې لېږي پيسې دي.
د غزني د فوايد عامې رييس انجنير قربان وايي، چې د لارو پاکولو مسووليت يې له خپلې غاړې اړولى او دغه چاره يې شرکتونو ته سپارلې ده.
د هغه په وينا، تر دغه مهاله کومه جدي ستونزه نشته، که شرکتونه د لارو په پاکولو کې ناغېړي وکړي او يا پاتې راشي، نو تړون يې ځنډول کېږي.
د واورې اوسنى اتلس ساعته پر له پسې اورښت ته په پام سره ښايي د لرې پرتو سيمو ستونزې زياتې شي، لويې لارې او د ولسواليو-مرکز تر منځ غځېدلې لارې به د ترافيکو پر مخ وتړل شي.
محمد امين، چې مازدا ډوله بار وړونکى موټر چلوي او نن سهار له مقره د غزني ښار ته راغلى، وايي، چې اوس کومه ستونزه نشته او که د واورې اورښت زيات شي، ښايي د کابل–کندهار لويه لاره وتړل شي.
هغه وايي: ((نن سهار بايد د کابل–کندهار د لارې پاکول پيل شوي واى، خو دى وايي، چې تر اوسه د لارې پاکول نه دي پيل شوي.))
د غزني ښار يوه هټيوال نوراغا هم وايي، چې د توکو د پلور بازار يې سوړ دى، له کليو او لرې سيمو خلک ښار ته نه دي راغلي.
دى وايي، چې د واورې اورښت د دوى سوداګري اغېزمنه کړې، که د ولسواليو خلک ښار ته رانه شي بازار به ولاړ وي.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن