کابل ښار (پژواک ٤ سلواغه ٩٠): په سوېل کې د ايساف د يوه سرتېري په وژل کېدو سره په روانه ميلادي مياشت کې د يادو ځواکونو د وژل شوو سرتېرو شمېر ٢٩تنو ته ورسېد.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د سلواغې ٤مه) د يادو ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، راغلي، چې دغه سرتېرى د افغانستان په سوېل کې د يوې غيرنظامي پېښې له امله سخت ټپي شوى و او وروسته يې ساه ورکړه.
ايساف د سرتېري هويت او د پېښې ځاى نه دى په ډاګه کړى، خو د هېواد په سوېل کې ډېرى امريکايي سرتېري مېشت دي.
د يادونې ده، چې ايساف ځواکونو د تېرې جمعې په ورځ په هلمند کې د يوې چورلکې په غورځېدو او د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د يوه سرتېري له خوا په ډزو کې خپل لس سرتېري له لاسه ورکړل.
د روان ميلادي کال له پيل څخه، چې ٢٤ورځې يې تېرې شوې، تر اوسه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو د وژل شوو سرتېرو شمېر ٢٩ تنو ته ورسېد، چې څه باندې ١٤يې امريکايان دي.
تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن