ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوې مور شپږ ماشومان وزېږول

يوې مور شپږ ماشومان وزېږول

author avatar
24 Jan 2012 - 15:20
يوې مور شپږ ماشومان وزېږول
author avatar
24 Jan 2012 - 15:20

مزارشريف (پژواک ٤ سلواغه ٩٠): په بلخ كې يوې ۲۵ كلنې مور په يو ځل شپږ ماشومان وزېږول، چې يواځې د يوه يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د بلخ ولايت د ملكي روغتون يوه ډاكتر، عبدالرووف فروغ د سلواغې په ۴مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماشومان تېره ورځ ناوخته د مزارشريف په ملكي روغتون كې وزېږېدل.

نوموړي زياته كړه، چې درې ماشومان يې هلكان او درې نور يې نجونې دي، چې يوازې  د يوه روغتيايي حالت يو څه د اندېښنې وړ دى.

د هغه په وينا، دا د يادې ٢٥ کلنې مور لومړنى حمل و.

د شپږو ماشومانو پلار ۲۷كلن نصرالله، چې يو نيم كال مخكې يې واده كړى و، پژواك خبري اژانس ته وويل، ډېر خوشاله دى، چې په يو ځل د بشپړې خېلخانې څښتن شو.

نوموړي زياته كړه، چې د تلويزيوني معاينې پر مهال ورته ډاكټرانو ويلي، چې مېرمن يې څلور ماشومان لري، خو له زېږون وروسته معلومه شوه، چې خداى په يو وار شپږ اولادونه وركړل.

نصرالله، چې له څېرې او کاليو څخه غريب معلومېده، وويل: ((مزدور كار يم، په تېرو څو مياشتو كې مې كه يوه پيدا كوله كه دوه، په خپلې مېرمن مې لګولې، چې له كومې ستونزې سره مخ نه شي.))

نوموړى، چې د بلخ ولسوالۍ د لرې پرتې سيمې پنچاجريبه سيمې اوسېدونكى دى، زياته كړه، چې د خپلو شپږو ماشومانو د ښې روزنې لپاره له دولت څخه هيله كوي، چې مرسته ورسره وکړي.

د هغه په وينا، په دغه هېواد كې د يو مزدوركار لپاره د شپږو نويو زېږدلو ماشومانو لويول او روزل خورا ستونزمن كار دى.

د ماشومانو مور ۲۵كلنه سارا ګل پژواك اژانس ته وويل: ((كله چې ډاكترانو راته وويل، چې په ګېډه كې مې څلور ماشومان دي، نو وډاره شوم، خو اوس ورته خوشاله يم.))

نوموړې زياته كړه، چې له دې سره يې د روزلو غم و او په مزدور كار مېړه كې يې دومره وس نه ليده، چې شپږ واړه ماشومان به په سمه توګه لوى كړي.

د هغې په وينا، څو ځلې يې د ماشومانو د ضايع كېدو هڅه هم كړې وه، خو د وخت په تېرېدو يې هر څه خداى ته وسپارل.

ساراګل هم له دولت څخه د مرستې هيله وكړه.

ډاكتر عبدالرووف فروغ د ماشومانو روغتيا ښه وبلله، خو اندېښنه يې وښوده، چې د ځينو وزن كم دى، چې بايد تر بشپړې طبي څارنې لاندې ونيول شي.

نوموړي زياته كړه، چې ډېر وزن لرونكى ماشوم يې يو كيلو او ۱۸۰ ګرامه وزن لري  او كم وزن لرونكى ماشوم يې ۶۷۰ ګرامه وزن لري.

ډاكتر فروغ وويل، چې په عادي حالت كې بايد يو ماشوم ۲۵۰۰ ګرامه وزن ولري، خو كه چېرې په زېږون كې د ماشومانو شمېر له دوو څخه ډېر وي، نو بيا كه وزن كم وي، خو د اندېښنې وړ خبره  نه ده.

نوموړي زياته كړه، چې يوازې د ۶۷۰ ګرامه وزن لرونكي ماشوم روغتيايي حالت يو څه د ډاډ وړ نه دى.

د فروغ په وينا، تر هغې به دغه ماشومان تر طبي څارنې لاندې وي، تر څو يې چې وزنونه له ۲۰۰۰ ګرامه څخه لوړ نه شي.

نوموړي وويل، چې د مور حالت يې په پوره ډول د ډاډ وړ دى او په ښه توګه تر طبي څارنې لاندې ده.

د بلخ د ملكي روغتون د نسايي ولادي څانګې ډاكترې حميدې علمي پژواك اژانس ته وويل، چې د ساراګل او د هغې د ماشومانو د روغتيا له تر ټولو ستر لامل دا دى، چې له زېږون وړاندې يې د ځان او د خپلو ماشومانه ښه پالنه كړې ده.

نوموړې زياته كړه، چې ساراګل ۹ ورځې وړاندې په روغتون كې د ډاكترانو تر څارنې لاندې وه او د اړتيا وړ خواړه يې وركول.

د هغې په وينا، كه چېرې د حمل پر مهال يوه مېرمن له درنو كارونو لاس په سر شي او ښه خواړه وخوري، نو د زېږون پر مهال له كومې ستونزې سره نه مخ کېږي.

حميدې علمي وويل، چې په تېرو پنځلسو كلونو كې لومړى ځل دى، چې په ياد روغتون كې يوه مور شپږ ماشومان راوړي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.