ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو يو قومي مشر وواژه

طالبانو يو قومي مشر وواژه

author avatar
25 Jan 2012 - 12:50
طالبانو يو قومي مشر وواژه
author avatar
25 Jan 2012 - 12:50

فراه (پژواک ٥ سلواغه ٩٠): تېره شپه يو قومي مشر د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري و وژل شو.

د فراه ولايت د پشت رود ولسوال غوث الدين نن (د سلواغې ٥مه) پژواک اژانس ته وويل، چې قومي مشر حاجي غلام حضرت تېره شپه هغه مهال د دې ولسوالۍ د سنګ ګلک په کلي کې د دوو موټرسايکل سپرو طالبانو له لوري و وژل شو، چې خپل کور ته په لاره و.

هغه زياته کړه، چې طالبانو له دې مخکې حاجي غلام حضرت ته ګواښ کړى و، چې د هغوى پر وړاندې دې له څرګندونو لاس واخلي.

د پشت رود ولسوال وويل، چې پوليسو قضيه ترڅېړنې لاندې نېولې او تر اوسه د ياد قومي مشر د وژلو په تور څوک نه دي نيول شوي.

د سنګ ګلک د کلي اوسېدونکي عبدالبصير پژواک ته وويل، چې غلام حضرت د دغه کلي قومي مشر او د ښوونځي تحويلدار و.

هغه زياته کړه، طالبانو هغه ته ګواښ کړى و، چې د هغوى پر وړاندې دې تبليغ نه کوي.

بصير وويل: ((دوو طالبانو، چې کله غلام حضرت تېره شپه کور ته پر لاره و، پر هغه ډزې وکړې او بيا له سيمې وتښتېدل.))

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا پېښه په داسې حال کې په فراه کې رامنځته شوې، چې د روان کال د زمري د مياشتې په ١٨مه نېټه هم طالبانو د دغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ څلور اوسېدونکي و وژل.

د فراه د امنيتي چارواکو په وينا، څلور وژل شوي کسان عام وګړي وو او مړي يې طالبانو د هغوى کورنيو ته وسپارل.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.