ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر ځانګړيو شرکتونو ته د نفتي توکيو د واردولو جوازونه ورکول کيږي

author avatar
25 Jan 2012 - 17:10
author avatar
25 Jan 2012 - 17:10

کابل(پژواک ٥ سلواغه ٩٠): په افغانستان کې د نفتي توکيو د منظمې عرضې په موخه يو شمېر ځانګړيو شرکتونو  ته د نفتي توکيو د واردولو جوازونه ورکول کيږي .

 دغه څرګندونې د افغانستان د سودګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي د سلواغې په  پنځمه په  کابل کې خبريالانو ته وکړې.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې له ٦٠ زره سوداګريزو شرکتونو څخه ٦٠ شرکتونه هېواد ته نفتي توکي راوړي، خودې شرکتونو ته په ورکړل شوي جواز کې د نفتي توکيو د واردولو ځانګړي شرايط په پام کې نه دي نيول شوي.

 دى وايي، چې اوس به هغو شرکتونو ته ، چې غواړي نفتي توکي وارد کړي،د اړينو شرايطو په پام کې نيوليو سره نوي جوازونه ورکړي .

 هغه زياته کړه چې د يادو نويو جوازونو تر ورکړې وروسته به يواځې هغه شرکتونه نفتي توکي واردولاى شي، چې دغه جواز ولري .

 ده د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل چې د وزارت له غوښتنې سره د برابرې پانګې لرل، د نفتي توکيو د زېرمې وړتيا او د تړون د جزيياتو او د عرضې د پلان په اړه وزارت ته بشپړ معلومات ورکول له يادو مهمو شرطونو څخه دي .

 د هغه په وينا، دا مهال په هېواد کې د نفتي توکيو ناسمه عرضه او د بازار له اقتصادي سيستم څخه د يوشمېر سوداګرو ناسمه ګټه پورته کول له هغو لاملونو څخه دي، چې په هېواد کې د دې توکيو پر بيو منفي اغېز کولى شي.

 هغه وويل چې دا مهال  په نړيوال بازار کې د نفتي توکيو بيو او ترانسپورټي لګښتونو ته په پام سره په کابل او د هېواد په  ځينو  ولايتونو کې د نفتي توکيو بيې مناسب دي . دا مهال په کابل ښار کې يو ليټر ډيزل ٦٥ ، پټرول ٦١ او يو کيلو اوبلن ګاز په ٦٠ افغانيو پلورل کېږي .

 دغه راز د سوداګرۍ او صنايعو وزير په نننۍ خبري ناسته کې وويل ،دغه  وزارت په پام کې لري ، چې د راتلونکي کال له  ژمې څخه مخکې په کابل او د مزارشريف په حيرتان بندر کې د اوبلن ګاز زيرمې جوړې کړي .

 احدي وويل چې ياده هره يوه زېرمه به  د دوه زره ټنه اوبلن ګاز د زېرمې وړتيا ولري .

 د سرچينې د څرګندونو له مخې، دا مهال د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په ټوليز ډول د ١٢٠٠ ټنه اوبلن ګاز د زيرمې وړتيا لري، چې د اړتيا پرمهال کفايت نه کوي .

 د هغه په خبره ، دغه وزارت په اوږدمهال کې په پام کې لري ، چې د اوبلن ګاز زيرمې په هرات ، ننګرهار او کندوز ولايتونو کې هم جوړې کړي .

 هغه له ماليې وزارت څخه مننه وکړه چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکيو د پېر لپاره  يې ٣٠ ميليونه امريکايي ډالره ځانګړي کړي او په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې  ١١ ميليونه امريکايي ډالره نور هم ورته ځانګړي کړي.

 هغه زياته کړه چې دغه وزارت په پام کې لري، چې د حکومت لخوا د نفتي توکيو ( ډيزلو ، پټرولو او  اوبلن ګاز ) د بازار ته وړاندې کېدو پروګرام د هېواد نورو ولايتونو ته  هم وغځوي .

 دا مهال په کابل ښار کې دولت يو ليتر ډيزل په ٦٠ او يو کيلو مايع ګاز په ٥٥ افغانۍ پلوري .

 د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د مديره پلاوي لومړي مرستيال خان جان الکوزي، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت  لخوا د نفتي توکيو واردوونکيو شرکتونو ته د جوازونو ورکولو  پلان وستايه او هغه يې د خلکو په ګټه وباله .

 دده په وينا،  دغه کار به د دې لامل شي چې په هېواد کې د بازار له اقتصادي سيسټم څخه د ناسمې ګټې اخېستو مخه ونيول شي  .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.