ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د لسو سترو پرمختيايي پروژو چارې پيلېږي

په غزني کې د لسو سترو پرمختيايي پروژو چارې پيلېږي

author avatar
25 Jan 2012 - 11:43
په غزني کې د لسو سترو پرمختيايي پروژو چارې پيلېږي
author avatar
25 Jan 2012 - 11:43

غزني ښار (پژواک ٥ سلواغه ٩٠): د غزني والي وايي، چې په نوي لمريز کال کې به د ٢٠١٣ زېږديز کال لپاره د تيارۍ په موخه د لسو سترو پرمختيايي پروژو چارې پيل شي.

د غزني والي موسى خان اکبر زاده پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو پروژو لومړنۍ چارې بشپړې شوې او د نوي کال د پسرلي په شپو ورځو کې به يې نور کارونه هم پيل شي.

د ده په وينا، په دغو کې تر ټولو لويه پروژه د اسلامي ثقافت مرکز او د ښار په بېلابېلو برخو کې تر ٣٠ کيلومتره پورې د سړکونو د پخولو پروژه هم په پلان کې ده.

نوموړي وويل، چې د اسلامي ثقافت په مرکز کې جامع جومات، سرپټى بازار، جنمازيوم، ميلمستون، هوټل او يو شمېر نورې پروژې هم شاملې دي.

والي زياته کړه، چې د هوايي ډګر د پروژې کار هم په بشپړېدو دى، چې په نوي لمريز کال کې به يې عملي چارې پيل شي.

د هغه په وينا، په دغو ټولو پروژو به په يو مهال کار پيل شي او تر شل ميليونه ډالرو لګښت به پرې راشي، چې لس ميليونه د حکومت او پاتې نورې به يې نړيوال مرستندويان ورکوي.

غزني په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د ليبيا په طرابلېس کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ د وزيرانو په ګډه غونډه کې د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي نړۍ د تمدن او فرهنګ پلازمېنه ونومول شو.

د ٢٠١٣ کال لپاره د چمتووالي کمېسيون، چې په کې شپږ سکتوري وزارتونه شامل وو، د کمېسيون مشر د ولسمشر لومړي مرستيال محمدقسيم فهيم و او په کې د ماليې، اطلاعاتو او فرهنګ،کرنې او مالداۍ،اوبو او انرژۍ،ښار جوړولو او د ښځو چارو وزراتونو غړيتوب درلود.

اوس د و زيرانو شورا د پرېکړې له مخې، د يادو وزارتونو سيمه ييز رياستونه به يې په غزني کې د کمېسيون استازيتوب کوي او مشر به يې د غزني والي وي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حميدالله سروري وايي، اوس چې واک ولايتي ادارې ته ورکړل شوى، چارې به ګړندۍ شي او د ټولو پروژو د کارونو څارنه به په سمه توګه ترسره شي.

د ده په وينا، له مرکز څخه په غزني کې د پروژو پلې کول او د کار څارنه سخته وه او دې چاري د غزني خلک هم بې باوره کړي وو.

کتونکي هم د ٢٠١٣ کال د کمېسيون لېږد غزني ته د چارو او پراختيا لپاره خورا اغېزمن بولي.

د ټولنيزو چارو کارپوه او ليکوال محمدګل کوچي پژواک اژانس ته وويل، چې له ٢٠٠٧ کال څخه تر ٢٠١٠ زېږديز کال پورې هېڅ کار ونه شو او لامل يې دکمېسيون ناغېړي او له سيمې څخه لرې والى و.

دى وايي، چې يواځې تېر کال يو څه کار شوى او هيله ده، چې په غزني کې د کمېسيون د کار له پيل سره به د ٢٠١٣ کال لپاره د تياري کارونه منظم او چټک شي.

د يادونې ده، چې ورته ژمنې او پلانونه پخوا هم وړاندې شوي وو، خو دا به دوه مياشتې وروسته، چې د غزني د کار موسم پيلېږي معلومه شي، چې په پلان کې شاملې پروژې څومره پرمختګ کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.