اسلام اباد (پژواک ۶ سلواغه ۹۰): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستلو په اړه بې خبري وښوده او هغه راپورونه یې هم رد کړل، چې ګوندې طالبانو امریکا سره د ترسره شویو خبرو اترو په اړه دوی سره معلومات شریک کړي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالباسط د سلواغې په ۶مه، اسلام باد کې د اونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، چې دوی په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو په اړه معلومات نه لري.
په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستل کېدو په اړه اوازې خپرې شوې وې؛ خو څو اونۍ مخکې طالبانو په رسمي توګه د دغه دفتر پرانيستل تایید کړل؛ د افغانستان او امریکا حکومتونو دې دفتر سره خپله موافقه ښودلې ده.
پرون یو شمېر پاکستانیو رسنیو د یوه ناپېژاند طالب چارواکي له خولې راپور ورکړی و، چې طالبانو له امریکا سره د خپلو خبرو اترو په اړه معلومات له پاکستانيو چارواکو سره شریک کړي دي.
خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط دا راپورونه رد کړل.
هغه زیاته کړه: ((د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان له لومړیتوبونو څخه دی او له دې هېواد څخه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، د امنیت لپاره له هر چا سره اړیکو او مرستې کولو ته تیار يو.))
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې لومړي وزیر یوسف رضا ګیلانی د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر ته لارښوونه وکړه، چې کابل ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.
عبدالباسط وویل، اوس نو د دې وخت رارسېدلی چې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان کډوالو د ستنېدلو په لړ کې له اسلام اباد سره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده، چې اوس هم په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال مېشت دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل، چې د افغانستان د بګرام په امریکایي زندان کې ۳۱ پاکستانیان بندیان دي او د دوی د خوشې کولو لپاره یې له امریکا سره خبرې پیل کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې ولسمشر حامد کرزي اړوندو چارواکو ته سپارښتنه کړې وه، چې د بګرام زندان چارې دې ژر تر ژره افغان ځواکونو ته وسپاري.
امریکا ویلي، چې په دې زندان کې ساتل شوي غیر افغاني بندیان به اړوندو هېوادونو ته وسپاري .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن