ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بيا هم د ولسي جرګې دويم مرستيال ونه ټاکل شو

بيا هم د ولسي جرګې دويم مرستيال ونه ټاکل شو

author avatar
28 Jan 2012 - 13:11
بيا هم د ولسي جرګې دويم مرستيال ونه ټاکل شو
author avatar
28 Jan 2012 - 13:11

کابل (پژواک ٨ سلواغه٩٠): د سپينو او باطلو رايو د کارونې له امله په شپږم ځل د دوهم نايب په ټاکلو کې له پاتې راتلو وروسته ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې دغه ټاکنې دې د دوو اونيو لپاره وځنډول شي.

نن د جرګې د دويم مرستيال څوکۍ لپاره د جرګې د دوو غړو شاه ګل رضايي او احمدشاه رمضان ترمنځ د درېيم ځل لپاره ټاکنې ترسره شوې، چې يوه هم و نه شو کولاى، پوره رايې خپلې کړي.

د ټاکنو پر مهال د جرګې له ٢٠٠ حاضرو غړو څخه نوماند بايد د برياليتوب لپاره د ١٠١ تنو رايې خپلې کړې واى.
خو د ټاکنو په پايله کې په ولسي جرګه کې د بلخ استازي احمدشاه رمضان ٨٢ رايې او د غزني استازې شاه ګل رضايي ٧٦ رايې خپلې کړې.

د جرګې ١٩ غړو سپينې رايې کارولې او د ٢٢ نورو رايې باطلې وې.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي تر ټاکنو وروسته وويل، چې د جرګې د دويم مرستيال لپاره ټاکنې دې د دوو اونيو لپاره وځنډول شي، تر څو د ده په وينا، د جرګې د غړو ترمنځ د سپينو او باطلو رايو د کارولو روحيه له منځه ولاړه شي او کانديدانو ته د کمپاين پوره موکه ورکړل شي.

د جرګې د غړو قاطع اکثريت د شنو کارتونو په پورته کولو سره د رييس پرېکړه تاييد کړه.

د جرګې د دويم مرستيال لپاره په تېر ځل ټاکنو کې، چې ٢٠٩ وکيلان په کې حاضر وو، ٥٤ سپينې رايې کارول شوې وې.

د يادونې ده، چې د ولسي جرګې د شپاړسم تقنيني دور دوهم کال د سلواغې په لومړۍ نېټه د ولسمشر حامد کرزي له لوري پرانيستل شو.

د جرګې تر پرانيستې وروسته د ننګرهار د خلکو استازى عبدالظاهر قدير په لومړي ځل ټاکنو کې د جرګې د مرستيال په ټوګه وټاکل شو.

همداراز تر دغه مهاله د پروان د خلکو استازى عبدالستار خواصي د جرګې د منشي او د بلخ استازى فرهاد عظيمي د منشي د نايب په توګه ټاکل شوي دي.

همدارنګه د ملي شورا د دندو د اصولو د قانون له مخې، د هر کال په پيل کې د لومړي او دويم مرستيال، منشي او نائب منشي د دواړو جرګو د استازو د رايو له مخې د يوه کال لپاره ټاکل کېږي.

مشرانو جرګې سږ کال د ملي شورا تر پرانيستې وروسته خپل اداري پلاوى ټاکلى دى.

Visits: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.