کابل (پژواک ٨ سلواغه ٩٠): يوې معتبرې دولتې سرچينې تاييد کړه، چې د طالبانو پنځه کسيز پلاوى قطر ته رسېدلى دى.
يادې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر پخوانی سکرتر طيب اغا، د طالبانو د رژيم د بهرنيو چارو مرستيال وزير شېرمحمد عباس ستانکزی او په سعودي عربستان کې د طالبانو پخوانى سفير مولوي شهاب الدين دلاور د دغه پلاوي له غړو څخه دي.
سرچينې زياته کړه، چې په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د رژيم د استازي سکرتر سهيل شاهين او د طالبانو د پلاوي په ترکيب کې له ۲۰۰۱ کال مخکې په ابوظبۍ کې د افغانستان د سفارت درېيم سکرتر حافظ عزيزالرحمن هم په دغه پلاوي کې شامل دي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې مشر مولوي قلم الدين هم ډېلي ټلګراف ورځپاڼې ته قطر ته د يادو کسانو د رسېدو پخلى کړى دى.
قلم الدين ويلي، چې دغه استازي ټول تعليم يافته دي، په انګليسي ژبه روانې خبرې کوي او دوی ته د معتدلو طالبانو په سترګه کتل کېږي؛ خو په عين حال کې د طالبانو تحريک ته هم ژمن دي.
دولتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ياد پلاوي په اړه معلومات دوى په غير رسمي ډول ترلاسه کړي او تر دې دمه په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر هم نه دى پرانيستل شوى.
خو د جمهوري رياست مرستيال وياند سيامک هروي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى تر دې دمه قطر ته د ياد پلاوي د تللو په اړه رسمي معلومات نه لري.
شاوخوا دوه مياشتې مخکې د امريکا متحدو ايالتونو، قطر او جرمنې وپتېيله، چې د سولې د خبرو په موخه دې طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانيستل شي.
وروسته د افغانستان دولت، چې لومړى يې د دغه دفتر د پرانيستلو لپاره سعودي عربستان او ترکيې ته لومړيتوب ورکاوه، هم په قطر کې طالبانو ته د دفتر له پرانيستو سره هوکړه وکړه.
دغه راز طالبانو هم تاييد کړې، چې په قطر کې د دفتر په اړه يې له امريکا او نړيوالې ټولنې سره تفاهم کړى دى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ډېلي ټلګراف ورځپاڼې ته د نورو جزئياتو له ورکولو پرته ويلي، چې د دوى يو پلاوى قطر ته تللى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن