اسعداباد (پژواک ٩ سلواغه ٩٠): ناپېژانده وسلوالو په کونړ ولايت کې د سولې د عالي شورا يو غړى له موټره ښکته کړى او تښتولى دى.
د سولې د عالي شورا غړى او په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازى مولوي شهزاده شاهد د سلواغې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سولې د عالي شورا تښتول شوى غړى مولوي شفيع الله شفيع نومېږي.
هغه زياته کړه، چې نوموړى په سيمه کې د وسلوالو طالبانو له يوې ډلې سره، چې د سولې له بهير سره يې د هغو د يوځاى کېدو اراده کړې وه، د خبرو په موخه راغلى و.
مولوي شاهد وويل، چې هغه تېره ورځ له خپل يوه ملګري سره په موټر کې پر لاره و، چې د اسمار او غازي اباد ولسواليو تر منځ لاره کې د ناپېژانده وسلوالو له خوا له موټره ښکته او له خپل ملګري سره تښتول شوى دى.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هم د مولوي شفيع الله شفيع د تښتول کېدو له اوازې خبر شوي دي.
خو هغه زياته کړه، چې دوى په دې اړه کره معلومات نه لري او نيوکه يې وکړه، چې د سولې د عالي شورا دغه غړى پرته له دې چې امنيتي ارګانونه په جريان کې کړي، يادې سيمې ته يې سفر کړى و.
د نوموړي په وينا، که چېرې پوليس يې په جريان کې کړي واى، نو دوى به يې د امنيت ساتلو لپاره اقدامات کړي وو.
د يادونې ده، چې د سولې د شورا دغه غړى د نورستان ولايت د وانت وايګل ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
مولوي شفيع الله شفيع د سولې د عالي شورا ترڅنګ د افغانستان د علماوو د شورا غړيتوب هم لري او له دې مخکې يې د نورستان ولايت د پوهنې د رييس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
تر اوسه د هغه د تښتونې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
پرون په کونړ ولايت کې د نورستان ١٥ پوليس هم تښتول شوي وو، خو بيا وروسته خوشي شول.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن