ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني خلک: قرارداديانو تر اوسه د هېڅ يوې لارې واوره هم نه ده پاکه کړې

د غزني خلک: قرارداديانو تر اوسه د هېڅ يوې لارې واوره هم نه ده پاکه کړې

author avatar
30 Jan 2012 - 11:25
د غزني خلک: قرارداديانو تر اوسه د هېڅ يوې لارې واوره هم نه ده پاکه کړې
author avatar
30 Jan 2012 - 11:25

غزني ښار (پژواک ١٠ سلواغه ٩٠): د غزني يو شمېر چارواکي او خلک وايي، سره له دې چې د لارو پاکولو لپاره بوديجه ځانګړې شوې او د پاکولو قرارداد يې هم شوى، خو تر دغه مهاله د هېڅ يوې لارې واوره هم نه ده پاکه شوې.

د قره باغ د سيمه ييزې شورا غړى حاجي وکيل احمد مشال پژواک اژانس ته وويل، که څه هم د قره باغ او د غزني ښار د لارې د پاکولو قراداد شوى، خو لاره شرکت نه، بلکې د سيمې خلکو خلاصه کړه.

د هغه په وينا، تر اوسه اړوند شرکت يوه لاره هم نه ده پاکه کړې، له قره باغ څخه تېرېدونکې د کابل-کندهار لويه لاره هم اکمالاتي کاروانونو خلاصه کړه.

نوموړي زياته کړه: ((د يوې ولسوالۍ لاره هم له واورو نه ده پاکه شوې، بلکې د هرې سيمې د موټرو تګ راتګ په خپل مخ لاره وڅېرله او خلاصه يې کړه.))

د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني هم ورته نظر لري او وايي، چې تېر څو کلونه هم همداسې وو او د دې چارې لپاره په ځانګړو شوو پيسو تر اوسه لاره نه ده خلاصه شوې.

ده پژواک اژانس ته وويل، چې د لارو پاکولو قرارداد څو لاسه شوى او وروستي قراردادي ته هر کيلومتر پر درى زره افغانۍ تمامېږي، چې دا ډېرې لږې پيسې دي او څوک د لارو پاکولو ته زړه نه ښه کوي او پيسې د هغوى جيبونو ته ځي.

نوموړى وايي، چې هر وخت د سپرليو او شخصي موټر دغه لارې خلاصوي او چلوونکي اړ دي، څو دغه کار په خپله وکړي.

سږ کال په غزني کې د ٨٢٣ کيلومتره لارو د پاکولو لپاره اوه ميليونه افغانۍ بېلې شوې، چې د هرې سيمې جغرافيې ته په پام سره د لارو د پاکولو قرارداد لاسليک شوى دى.

د غزني د فوايد عامې رييس انجنير محمدقربان دا نه مني، چې کومه لاره دې بنده وي او زياتوي، چې د دوى د قراردادونو له مخې هر شرکت خپل کار کړى دى.

دى وايي، چې د قرارداد له مخې يې يو کيلومتر لاره په ٥٠٠٠، ٥٥٠٠ او تر ٦٠٠٠ افغانيو پورې د پاکولو لپاره بېلابېلو شرکتونو ته ورکړې ده.

قومي مشر او د ناوې پخوانى ولسوال محب الله خپلواک پژواک اژانس ته وويل، چې د ناوې ولسوالۍ ٣٦ کيلومتره لاره د ولايتي شورا يو وکيل قرارداد کړى او په وينا يې، چې د واورې له اورېدو يوه اونۍ تېرېږي، خو لا اوس هم بنده ده.

خو د ناوې اوسېدونکى او د ولايتي شورا وکيل جمعه خان تره کى وايي، چې د لارې پاکولو قرارداد يې د سيمې خلکو ته ورکړى او هغه دا نه مني، چې لاره دې بنده وي.

خلک هم وايي، چې تر دغه مهاله يې په هېڅ سيمه کې د لارو پاکولو کار نه دى ليدلى.

پيرمحمد، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د کابل-کندهار پر لاره موټر چلوي، پژواک اژانس ته وويل، چې په دې موده کې يې د لارو پاکولو کار نه دى ليدلى.

ده زياته کړه: ((هر وخت موټروانان خپله لاره خلاصوي، تاسې يې وګورئ! په کومه ورځ چې نوې واوره ورېږي زيات موټر چپه کېږي او يا له سړکه ښويېږي، که لاره پاکه وي دغه مشکل به نه وي.))

د يادونې ده، چې د تېر کال په ژمي کې د شپږو ولسواليو، ناور، مالستان، اجرستان، ناوې، ګيرو او زنخان لارې شاوخوا يوه مياشت د واورو له امله بندې وې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.