ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا ولايتي شورا دولت له دغه ولايت سره د مور او ميرې پر چلند تورن کړ

د پکتيا ولايتي شورا دولت له دغه ولايت سره د مور او ميرې پر چلند تورن کړ

author avatar
30 Jan 2012 - 12:33
د پکتيا ولايتي شورا دولت له دغه ولايت سره د مور او ميرې پر چلند تورن کړ
author avatar
30 Jan 2012 - 12:33

ګردېز (پژواک ۱۰ سلواغه ۹۰): د پکتيا ولايتي شورا مشر وايي، دولت له پکتيا سره د مور او ميرې چلند کوي، د دغه ولايت د خلکو پر دولت باور لږ شوى او د خلکو او دولت ترمنځ فاصله زياته شوې ده.

د پکتيا د ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې دولت د پکتياوالو د غوښتنو پر وړاندې د مور او ميرې پر چلند تورن کړ او ويې ويل، چې د پکتيا خلک هم پر دولت اوس باور نه کوي او فاصله يې تر منځ زياته شوې ده.

د ده په وينا، د پکتيا خلک غواړي، چې ولايت يې لومړۍ درجې ته ارتقا وکړي او په دې اړه يې څو ځلې له ولسمشر حامد کرزي سره هم ليدلي، خو تر اوسه په دې اړه د دولت له خوا کوم ګام نه دى اخيستل شوى.

نوموړى وايي، د وزارتونو له لوري له پکتيا سره د مور او ميرې سلوک خلک خوابدي کړي دي، ښکاره بېلګه يې د اوبو او برېښنا وزارت دی، چې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې يې د انتقالي برېښنا په ور لېږدولو کې، پر خپلو ژمنو سترګې پټې کړې دي.

ښايسته جان وويل: ((د مچلغو بند د جوړېدو کار اول شروع کېده نه، کله چې د وزارت څخه هيئت راغی او کار يې شروع شو، نو اوس يې بېرته ودراوو، چې دا ښکاره د مور او ميرې سلوک دی.))

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې که چېرې ولسمشر د پکتياوالو مشروع غوښتنې ونه مني، په راتلونکي کې به نه په نظام باور ولري او نه هم د ولسمشر پر خبرو.

د پکتيا د ولايتي شورا رييس وايي، چې که د پکتياوالو حق او مشروع غوښتنې ونه منل شي، ښايي په دغه ولايت کې يې غبرګون څرګند شي او خلک به د خپلو غوښتنو لپاره پر لاريونونو لاس پورې کړي.

ده وويل، که خلک همداسې ناراضه وي، دښمن او ګاونډي هېوادونه له دې ناخوښۍ په اسانۍ ګټه پورته کولاى شي او نظام ته د ګواښ لامل کېږي.

نوموړی زياتوي، په وار وار يې له ولسمشر څخه غوښتي، چې په وزارتونو، سفارتونو او نورو ادارو کې يې کادرونه پر دندو وګوماري، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

هغه له دولت څخه وغوښتل، چې پکتيا ته بايد پاملرنه وکړي او د يوې ګوښې سيمې په سترګه ورته ونه ګوري.

ده زياته کړه، چې د اوبو او برېښنا له وزارت سره ستونزه د ټولې لويې پکتيا ده؛ ځکه چې د لوګر، پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو ته د دغه وزارت چارواکي په ښه سترګه نه ګوري.

نوموړي پر ولايتي شورا او په ولسي جرګه کې پر وکيلانو د ولس د باور کمېدو يواځينی لامل د دولت ناسم چلند وباله او ويې ويل: ((سره له دې چې د امريکايانو له خپلسرو عملياتو بمباريو او ځينو کړنو څخه ولس ځوريږي، خو له خپل دولت څخه هم په دا ډول سلوک بيخي خوابدي دي.))

هغه دغه راز وويل، چې د دولت د سيمه ييزو ارګانونو له خوا هغه ډول امکانات، چې په نوره نړۍ کې ولايتي شوراګانو ته برابر کړل شوي او هغه صلاحيتونه چې ورکړل شوي، دوى ته نه ورکول کېږي.

نوموړی وويل، چې که دولت په رښتيني ډول ولسواکي پياوړي کوي، بايد د نورو هېوادونو په څېر د ولايتي شوراګانو مسووليتونه او صلاحيتونه لوړ کړي.

د ده په خبره، د ولايتي شورا رول بايديواځې مشورتي نه وي او د نظارت ترڅنګ ځينې نور صلاحيتونه هم ولري.

احدي زياتوي: ((د ولايتي شوراګانو په قانون کې تر ټولو مهم صلاحيت نظارت دی، خو داسې ماده نه ده په کې راغلې، چې که له نظارت وروسته هم دولت د هغو ستونزو د حل لپاره اقدام ونه کړي، نو ولايتي شورا بايد بيا څه وکړي.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.