د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

د رسنيزو خبرتياوو خدمتونه

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

دګرځنده ټيلېفون اپلکېشېن

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مصري لرغونپوهان د غزني د لرغونو ابدو څېړنه پيلوي

مصري لرغونپوهان د غزني د لرغونو ابدو څېړنه پيلوي

Jan 30, 2012 - 17:20

غزني ښار (پژواک ١٠ سلواغه ٩٠): مصري لرغونپوهان وايي چې د غزني د لرغونو ابدو په اړه به ډېر ژر څېړنه پيل کړي او غواړي چې تر ٢٠١٣زېږديز کال پورې ورته د رغونې پلان هم جوړ کړي.

 دغه لرغونپوهان وايي، چې د افغان دولت په بلنه څو ورځې مخکې د ټول افغانستان د تاريخي ځايونو د څېړنې او د رغونې د پلان په موخه راغلي دي.

 ډاکټر احمد او ډاکټر مدحت هغه دوه مصري لرغونپوهان دي، چې د غزني د ځينو لرغونو څلو او ابدو کتنه يې پيل کړې ده.

 ډاکټر احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په پام کې لري د غزني ټول لرغوني څلي او ځايونه له نږدې وګوري او په نږدې راتلونکي کې يې فني او مسلکي رغونه پيل کړي.

 نوموړي د غزني د بالاحصار او زاړه ښار تر ليدنې وروسته، دغه خبري وکړې او دغه راز يې د دغو لرغونو ځايونو د حالت په اړه اندېښنه هم وښوده.

 د هغه په وينا، د غزني تاريخي ځايونه بېړنۍ رغونه غواړي او اړتيا ده، چې افغان حکومت ورته پوره پاملرنه وکړي.

 ده وويل، دا په افغان چارواکو پورې اړه لري، چې له دوى څخه د لرغونو ځايونو د کومې برخې د رغونې غوښتنه کوي.

 دغه لرغونپوهان وايي، چې د افغانستان له لوړ پوړو چارواکو سره په خبرو لګيا دي، که موافقې ته ورسېږي، نه يواځې د غزني، بلکې په ټول افغانستان کې به لرغوني ځايونه او ابدې وڅېړي او وبه يې رغوي.

 دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا درې مياشتې مخکې د ايراني لرغونپوهانو يو پلاوى هم غزني ته راغلى و، تر څو د غزني د لرغونو ابدو څېړنه وکړي.

 د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حميدالله سروري، غزني ته د مصري لرغونپوهانو د راتګ هرکلى کوي او هيله څرګندوي، چې د غزني د لرغونو ابدو او تاريخي ځايونو په رغونه کې به چټکتيا رامنځ ته شي.

 د ده په وينا، مصري لرغونپوهان د تاريخي ابدو لومړنۍ کتنې پيل کړي، چې وروسته به دغه معلومات او څېړنې له ځان سره مصر ته وړي او له هغه ځايه به يې د رغونې پرېکړه کوي.

 د يادونې وړ ده، چې دمګړۍ په پام کې ده تر ٢٠١٣ کال پورې د غزني د مرکز اړوند ٣٦ لرغونې ابدې او تاريخي ځايونه ورغول شي.

 دغه راز په غزني کې د مرکز ترڅنګ په ولسواليو کې هم ډېر داسې تاريخي څلي او ابدې شته، چې بېړنۍ پاملرنې ته اړتيا لري.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن په خپل ګرځنده ټیلفون کې ډانلوډ کړئ.

Advertisement