پېښور (پژواک ١٠ سلواغه ٩٠): د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې ځانمرګي بريد يوولسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د پېښور د پوليسو يوه لوړ پوړي چارواکي سراج احمد خبريالانو ته وويل، چې بريد نن (د سلواغې لسمه) مازيګر د پېښور د پخه غلام په سيمه کې د انصار الاسلام ډلې د يوه مشر حاجي اخوندزاده په کور کې ترسره شو.
نوموړي زياته کړه، چې په پېښه کې د حاجي اخوندزاده او د هغه د زوم په ګډون درې تنه وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي.
د پېښې يوه عيني شاهد سهيل احمد پژواک ته وويل، چې ده په خپلو سترګو د يوه ماشوم په ګډون درې جسدونه او ٧ نور کسان په ټپي حالت کې وليدل.
په پېښور کې د بمونو شنډولو يوه سرچينه وايي، چې په دغه بريد کې له څلورو تر پنځو کيلو پورې چاودېدونکي توکي کارول شوي دي.
د حاجي اخونزاده ورور محمد امين پژواک سره په خبرو کې کې ادعا وکړه، چې دغه بريد د لښکر اسلام ډلې ترسره کړى دى.
نوموړي زياته کړه: ((زما په ورور له دې وړاندې هم درې بريدونه شوي وو؛ خو هغه ته په کې کوم تاوان نه و اوښتى او له دې وړاندې دغه ترهګرو زما درې زامن په بېلابېلو پېښو کې وژلي دي.))
د پېښور د ليډي ريډنګ روغتون يوه ډاکټر طارق پژواک ته وويل، چې دوى ته تراوسه ٣ جسدونه او د دوو ماشومانو په ګډون ٨تنه ټپيان وروړل شوي، چې د ٥تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د يادونې وړ ده، چې د خيبر پښتونخوا ايالت په خيبر ايجنسۍ کې د دوو مذهبى ډلو (انصار الاسلام او لشکر اسلام) ترمنځ له اوږدې مودې راهيسې اختلافات شتون لري او يو پر بل بريدونه کوي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن