ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: له قطر پرته په نورو هېوادونو کې هم له طالبانو سره خبرې کېداى شي

حکومت: له قطر پرته په نورو هېوادونو کې هم له طالبانو سره خبرې کېداى شي

author avatar
31 Jan 2012 - 14:37
حکومت: له قطر پرته په نورو هېوادونو کې هم له طالبانو سره خبرې کېداى شي
author avatar
31 Jan 2012 - 14:37

کابل (پژواک١١ سلواغه ٩٠): د حکومت د رسنيو د مرکز مشر وايي، حکومت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو په موخه د قطر له دفتر پرته د بلې مرجع په لټه کې نه دى، خو کېداى شي په نورو هېوادونو کې هم له طالبانو سره خبرې وشي.

شاوخوا دوې مياشتې مخکې د امريکا متحده ايالتونو، قطر او جرمنې وپتېيله، چې په قطر کې وسلوالو طالبانو ته د سولې د خبرو په موخه دفتر پرانيستل شي، چې د افغانستان دولت هم وروسته ورسره هوکړه وکړه.

خو بي بي سي راډيو تېره ورځ وويل، موندلې يې ده، چې د افغانستان حکومت په راتلونکو څو اونيو کې، په سعودي عربستان کې له طالبانو سره خبرې پيلوي.

ځينې نورو رسنيو هم د سعودي عربستان له لارې د افغانستان د دولت او وسلوالو مخالفينو تر منځ د سولې د کېدونکو خبرو راپورونه خپاره کړل.

خو د افغانستان حکومت د رسنيو د مرکز مشر عبدالحکيم عاشر نن پژواک خبري اژانس ته وويل: ((اوس دا چې رسنۍ تبصره کوي، چې ګواکې د افغانستان حکومت په سعودي کې د مذاکراتو د پيل لپاره بله مجرا يا دويمه مجرا لټوي، دا په ټوليزه توګه غلطه ده، په سعودي کې موږ د مذاکراتو دويمه مجرا نه خلاصوو.))

د ده په وينا، دفتر به په قطر کې وي، خو د دې امکان شته، چې د سعودي په ګډون په نورو هېوادونو کې هم دغه خبرې دوام ومومي.

عاشر وايي: ((هو دا امکان شته، کېداى شي، چې په قطر کې طالبانو ته دفتر پرانيستل شي او په سعودي کې مذاکرات وشي، مذاکرات په ترکيه کې وشي، مذاکرات په افغانستان کې وشي، خو دا چې د افغانستان حکومت په انفرادي ډول بله مرجع جوړه کړي وي او په دې برخه کې بله هڅه وکړي، دا کاملا غلطه خبره ده.))

وسلوالو طالبانو ويلي، چې په قطر کې د دوى لپاره د دفتر د پرانيستو په اړه يې له امريکا او نړيوالو سره تفاهم کړى دى.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، د طالبانو پنځه کسيز پلاوى هم قطر ته رسېدلى او د امريکايانو او طالبانو تر منځ د سولې خبرې هم شوې دي.

څه موده مخکې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يوه پلاوي هم په کابل کې د امريکا له سفير، د ناټو له غړو هېوادونو او د ايساف ځواکونو له استازو سره خبرې کړې دي.

ولسمشر کرزي هم وروسته دغه خبرې ګټورې وبللې.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.