ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې پر سيند نوى جوړ شوى پول پرانستل شو

د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې پر سيند نوى جوړ شوى پول پرانستل شو

author avatar
31 Jan 2012 - 14:57
د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې پر سيند نوى جوړ شوى پول پرانستل شو
author avatar
31 Jan 2012 - 14:57

جلال اباد (پژواک ١١ سلواغه ٩٠): د شپږ نيم ميليونه ډالرو په لګښت د کابل او کونړ پر ګډ سيند د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې ٣٠٠ متره اوږود نوى جوړ شوى پول پرانيستل شو.

د دغه پول د پرانيستلو په مراسمو کې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي، ځايي چارواکو، ولسوالانو، قومي مشرانو او د سيمې اوسېدونکو برخه اخيستې وه.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د دغه پول د پرانيستې پر مهال خبريالانو ته وويل، چې دغه پول ٣٠٠ متره اوږود او ١٤متره سور لري او د امريکا د ولايتي بيارغونې ډلې (پي. ار. ټي) د شپږ نيم ميليونه ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د دغه پول له جوړېدو سره د ٥٠٠ زره خلکو د تګ راتګ ستونزه هواره شوه.

شېرزي وويل، د ياد پول له لارې، چې په لعل پورې ولسوالۍ کې جوړ شوى، د کامې، ګوشتې او مومند درې ولسوالۍ د شينوارو د ٦ ولسواليو او تورخم-کابل لويې لارې سره وتړل شوې.

د دغه پله له جوړېدو مخکې د يادو ولسواليو اوسېدونکو د کښتيو په وسيله تګ راتګ کاوه.

خو د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د دې ستونزې د هوارۍ لپاره د پنځه سوه زره امريکايي ډالرو اعلان وکړ، چې په دې پيسو سره د سيند ترڅنګ تفريحي پارک او کښتۍ چلوونکي په کې د کبانو او نورو خوړو دوکانونه او ميله ځايونه جوړ کړي.

والي ژمنه وکړه، چې په ننګرهار کې ١٥٠کيلومتره سړکونه له پخولو پاتې دي، چې د روان لمريز کال په اوږدو کې به يې د سفالت چارې پيل شي.

د امريکا د پي ار ټي د بيارغونې د څانګې يوه انجنير قمر زمان پژواک اژانس ته و ويل، چې دغه پول به تر سلو کلونو د استفادې وړ وي.

نوموړي زياته کړه، چې په ټوليزه توګه په دغه پله کې ٣٦ پايې د ٣٠ مترو په لوړوالي سره جوړې شوې او د اوبو د مقاومت په موخه ٢ ستر استنادي دېوالونه هم لري، د پله ټولې پايې ٢٥متره په اوبو کې ژورې خښې شوې او د ٨٠ ټنه وزن ظرفيت لري.

هغه وايي، ټاکل شوې وه، چې د دغه پله چارې، چې دوه کاله پخوا پيل شوې وې، مخکې پاى ته ورسېږي، خو د کار د ځنډ لامل په سيند کې د اوبو زياتوالى و.

د لعل پورې ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي سردار خان وايي، چې د سيمې اوسېدونکو خپلې کرنيزې ځمکې د دغه پله لپاره ورکړې.

هغه د دغه پله په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې اوس به يې د سيمې ناروغان او ترکارۍ په ډېرې اسانۍ سره تر جلال اباد ښاره ورسېږي.

نوموړي زياته کړه، چې د ننګرهار ولايتي ادارې د دغه پله په جوړولو سره يو بل ملي ګام پورته کړ، چې د ننګرهار ځينې ولسوالۍ يې د کوزې پښتونخوا له خيبر او مومندو ايجنسۍ وتړلې.

حاجي سردار خان وويل، چې له دې وروسته به د ختيځو ولايتونو د ٢٩اداري واحدونو اوسېدونکي تورخم ته په تلو او يا راتلو کې د جلال اباد ښار پر ځاى د ننګرهار له دغه شمالي سړک څخه ګټه پورته کړي.

نوموړي د ننګرهار له والي وغوښتل، چې د لعلپورې ولسوالۍ ودانۍ، کلينيکونو او ښوونځيو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د بهسودو د پول په اړه، چې جلال اباد له څو ولسواليو او ننگرهار له کونړ سره نښلوي، د ننګرهار والي وويل، چې په دې سيمه کې د نوي پله د جوړولو چارې به د پانګې په پيدا کولو سره ژر پيل کړي.

د دغه پله عمر هم نور پوره دى او د دوو ځانمرګو بريدونو له امله يې ځينې برخې خرابې شوې هم دي.

Visits: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.