ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګلاب منګل په هلمند کې د امنيت راتلو لامل د ځواکونو ښه روزنه او ډېروالى وباله

ګلاب منګل په هلمند کې د امنيت راتلو لامل د ځواکونو ښه روزنه او ډېروالى وباله

author avatar
31 Jan 2012 - 14:26
ګلاب منګل په هلمند کې د امنيت راتلو لامل د ځواکونو ښه روزنه او ډېروالى وباله
author avatar
31 Jan 2012 - 14:26

لښکرګاه (پژواک ١١ سلواغه ٩٠): د هلمند والي ګلاب منګل وايي، چې د افغان ځواکونو د شمېر زياتوالى، ښو اکمالاتو او دوى ته د امنيتي چارو له سپارلو سره د دغه ولايت امنيت ښه شوى دى.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې له تېرو دريو كلونو راهيسې د افغان او بهرنيو ځواكونو د ښې همغږۍ له امله امنيت له مركز لښكرګاه څخه ولسواليو او له ولسواليو څخه كليو ته غځېدلى دى.

ګلاب منګل وايي، چې له يوې خوا په دغه ولايت كې د افغان امنيتي ځواکونو ډېروالى او له بلې خوا هغه پرله پسې روزنه، چې پوليسو او ټولو امنيتي سرتېرو ته وركول كېږي، لامل شوي، چې امنيتي ستونزې کمې شي.

نوموړي زياته کړه، چې افغان ځواكونه اوس مهال د دې وړتيا لري، چې د مخالفينو او امنيتي پېښو مخنيوى وكړي او مخالفينو اوس د دوى پر وړاندې د جګړې توان له لاسه وركړى دى.

د ګلاب منګل په وينا، په ځانګړې توګه د پوليسو له روزنې سره ښكاره بدلون راغلى، له خلكو سره يې چلند ښه شوى او د پوليسو د همدې ښه چلند له امله يو شمېر وسلوال مخالفينو له مخالفت څخه لاس اخيستى او عادي ژوند ته راستانه شوي دي.

دغه راز د هلمند والي وايي، چې په ځينو ولسواليو کې د بيارغونې د چارو ترسره کول هم پر امنيت ډېره ښه اغېزه کړې ده.

هغه په ځانګړې توګه ګرشك، سنګين، ناوه، نادعلي او د مارجې ولسواليو د سړكونو جوړول او په همدې او نورو ولسواليو كې د روغتيايي مركزنو، ښوونځيو او د كرنې په برخه كې د ترسره شوو پروژو يادونه وکړه.

نوموړي وويل، چې په دې وروستيو کې خلکو هم له مخالفينو سره خپلې مرستې کمې کړې او له دولت سره يې همکاري زياته شوې ده.

د هغه په وينا، د سيمې اوسېدونکي اوس د مخالفينو له خوا د ځاى پرځاى شوو ماينونو، د هغوى د پټنځايونو او عملياتو په اړه دولتي ځواکونو ته خبر ورکوي.

د هلمند والي ګلاب منګل وويل، چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو ځاى پر ځاى کول او د ٢١٥ ميوند قول اردو فعالول، د پوليسو او اردو په تشکيل کې زياتوالى هم د امنيت د ټينګښت يو له مهمو لاملونو څخه دى.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال كماالدين شېرزى بيا وايي، چې د دغه ولايت د امنيت د ساحې د پراخېدو لامل دا دى، چې امنيتي ځواکونه مسلکي او ښه تجهيز شوي دي.

هغه وايي، چې په ځينو کې امنيتي ستونزې شتون لري، خو په ټوليزه توګه په دغه ولايت کې د وسلوالو مخالفينو کمپله ټوله شوې او مخالفين تېښتې ته اړ شوي دي.

د سنګين ولسوالۍ يوه قومي مشر شمس الله صحرايي پژواك اژانس ته وويل، چې اوسنى امنيت د خلكو د ښې همکارۍ له امله رامنځته شوى دى.

هغه زياته کړه، چې سنګين تر ټولو نا امنه ولسوالي وه، خو اوس يې امنيت ښه شوى او د خلکو په ژوند کې يې څرګند بدلون رامنځته شوى دى.

نوموړي هم ومنل، چې امنيتي ځواکونه پياوړي شوي او له خلکو سره يې په چلند کې هم مثبت بدلون راغلى دى.

نوموړي له نړيوالو او مركزي دولت څخه غوښتنه وكړه، چې د پوليسو په روزلو او تجهيزولو كې دې لا زياتې هڅې وكړي، چې ورسره پاتې امنيتي ستونزې هم هوارې شي.

د هلمند والي او نور چارواکي په داسې حال کې د ښه امنيت خبر ورکوي، چې تېره اونۍ په لښکرګاه کې د يوه ځانمرګي بريد له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.