ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په سعودي کې خبرې اترې رد کړې

طالبانو په سعودي کې خبرې اترې رد کړې

author avatar
1 Feb 2012 - 14:38
طالبانو په سعودي کې خبرې اترې رد کړې
author avatar
1 Feb 2012 - 14:38

کابل ( پژواک ١٢ سلواغه ٩٠ ) : وسلوالو طالبانو په سعودي عربستان کې د افغانستان له حکومت سره خبرې اترې  رد کړې.

دوه ورځې مخکې ځينو غربي رسنيو دافغاني نامعلومو سرچينو په حواله خبر ورکړى و، چې د افغانستان حکومت غواړي له طالبانو سره په سعودي عربستان کې خبرې پيل کړي.

خو د افغانستان حکومت په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د وسلوالو طالبانو په ويب پاڼه کې د سلواغې په ١٢مه، يوه خبرپاڼه خپره شوې ، چې پکې په سعودي عربستان کې له افغان حکومت سره هر ډول خبرې اترې  رد شوې دي.

سرچينې زياته کړې :(( سعودي عربستان د حرمينو او د اسلام د نورو مقدسو مقاماتو مرکز دی او موږ د قدر په سترګه ورته ګورو، خو په رسنيو کې دغه خپور شوی راپور هېڅ حقيقت نه لري ، چې ګوندې د طالبانو پلاوى په نږدې راتلونکي کې دغلته له افغان حکومت سره خبرې کوي. ))

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان له نړيوالې ټولنې سره د افهام او تفهيم په بهير کې دي او له مقابل لوري (امريکا او متحدينو) سره يې د مذاکراتو مرحلې ته لا نه دي رسېدلي.

سرچينې زياته کړه : (( له مذاکراتو نه مخکې، بايد د اعتماد سازۍ مرحله بشپړه شي، چې هغه لا تراوسه نه ده پيل شوې .))

طالبانو په دې خبرپاڼه کې يو ځل بيا له رسنيو غوښتي، چې د ژورنالېزم اصولو ته په احترام سره اصلي حقايق خلکو ته وړاندې کړي.

پرون د افغانستان د حکومت د رسنيو د مرکز مشر حکيم عاشر ويلي و، چې حکومت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو په موخه د قطر له دفتر پرته د بلې مرجع په لټه کې نه دى، خو کېداى شي په نورو هېوادونو کې هم له طالبانو سره خبرې وشي.

هغه زياته کړې وه : ((اوس دا چې رسنۍ تبصره کوي، چې ګواکې د افغانستان حکومت په سعودي کې د مذاکراتو د پيل لپاره بله مجرا يا دويمه مجرا لټوي، دا په ټوليزه توګه غلطه ده، په سعودي کې موږ د مذاکراتو دويمه مجرا نه خلاصوو.))

د ده په وينا، دفتر به په قطر کې وي، خو د دې امکان شته، چې د سعودي په ګډون په نورو هېوادونو کې هم دغه خبرې دوام ومومي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.