کابل ( پژواک ١٢ سلواغه ٩٠ ) : وسلوالو طالبانو په سعودي عربستان کې د افغانستان له حکومت سره خبرې اترې رد کړې.
دوه ورځې مخکې ځينو غربي رسنيو دافغاني نامعلومو سرچينو په حواله خبر ورکړى و، چې د افغانستان حکومت غواړي له طالبانو سره په سعودي عربستان کې خبرې پيل کړي.
خو د افغانستان حکومت په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د وسلوالو طالبانو په ويب پاڼه کې د سلواغې په ١٢مه، يوه خبرپاڼه خپره شوې ، چې پکې په سعودي عربستان کې له افغان حکومت سره هر ډول خبرې اترې رد شوې دي.
سرچينې زياته کړې :(( سعودي عربستان د حرمينو او د اسلام د نورو مقدسو مقاماتو مرکز دی او موږ د قدر په سترګه ورته ګورو، خو په رسنيو کې دغه خپور شوی راپور هېڅ حقيقت نه لري ، چې ګوندې د طالبانو پلاوى په نږدې راتلونکي کې دغلته له افغان حکومت سره خبرې کوي. ))
په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان له نړيوالې ټولنې سره د افهام او تفهيم په بهير کې دي او له مقابل لوري (امريکا او متحدينو) سره يې د مذاکراتو مرحلې ته لا نه دي رسېدلي.
سرچينې زياته کړه : (( له مذاکراتو نه مخکې، بايد د اعتماد سازۍ مرحله بشپړه شي، چې هغه لا تراوسه نه ده پيل شوې .))
طالبانو په دې خبرپاڼه کې يو ځل بيا له رسنيو غوښتي، چې د ژورنالېزم اصولو ته په احترام سره اصلي حقايق خلکو ته وړاندې کړي.
پرون د افغانستان د حکومت د رسنيو د مرکز مشر حکيم عاشر ويلي و، چې حکومت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو په موخه د قطر له دفتر پرته د بلې مرجع په لټه کې نه دى، خو کېداى شي په نورو هېوادونو کې هم له طالبانو سره خبرې وشي.
هغه زياته کړې وه : ((اوس دا چې رسنۍ تبصره کوي، چې ګواکې د افغانستان حکومت په سعودي کې د مذاکراتو د پيل لپاره بله مجرا يا دويمه مجرا لټوي، دا په ټوليزه توګه غلطه ده، په سعودي کې موږ د مذاکراتو دويمه مجرا نه خلاصوو.))
د ده په وينا، دفتر به په قطر کې وي، خو د دې امکان شته، چې د سعودي په ګډون په نورو هېوادونو کې هم دغه خبرې دوام ومومي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن