ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٨ ټنه بې کيفيته او تاريخ تېر درمل وسوځول شول

٨ ټنه بې کيفيته او تاريخ تېر درمل وسوځول شول

author avatar
1 Feb 2012 - 14:49
٨ ټنه بې کيفيته او تاريخ تېر درمل وسوځول شول
author avatar
1 Feb 2012 - 14:49

جلال اباد (پژواک ١٢ سلواغه ٩٠): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د دغه ولايت له مرکز او ولسواليو څخه په دوو مياشتو کې راټول کړي اته ټنه بې کيفيته او تاريخ تېري درمل د يو پلاوي پر وړاندې وسوځول.

د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سوځول شوى درملو اوه نيم ميليونه افغانۍ ارزښت درلود.

نوموړي زياته کړه، چې دغه درمل يې شرکتونو، ملي امنيت، پوليسو او څارنوالۍ په مرسته له ٦٥ درملتونونو څخه راټول کړي وو.

ډاکټر شېرزاد وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به هغه لس ټنه درمل هم وسوځوي، چې په ګمرک کې د معاينې پر مهال نيول شوي دي.

د هغه پر وينا، د دغو درملتونونو خاوندانو ته خبردارى ورکړل شوى، که بيا په دغه عمل ونيول شي، جواز به يې لغوه او دوکانونه به يې وتړل شي.

نوموړي د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې، چې کله به له تاريخ تېرو او بې کيفيته درملو ستونزې ته د پاى ټکى کېږدي؟ وويل، په ننګرهار کې ٦٠٠ درملتونونه فعاليت کوي، چې خاوندانو يې له مسلکي پلوه نه دي روزل شوي.

هغه زياته کړه، چې د روغتيايي علومو انستيتوت د هرې ښوونيزې دورې لپاره د ٥٠ فارمسستانو روزنې وړتيا لري، تر هغې دغه ستونزه نه هواريږي، څو چې ټول تر روزنيز پوښښ لاندې رانه شي.

د جلال اباد ښاريان د دولت د دغه اقدام ستاينه کوي او د دغه کمپاين د نور چټکولو غوښتنه کوي.

د ښار د درېيمې ناحيې يوه اوسېدونکي عمران الله پژواک اژانس ته وويل، چې درمل پلورونکي د څو افغانيو ګټې لپاره د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

هغه له سوداګرو او درملتونونو غوښتنه وکړه، چې له تاريخ تېل او بې کيفيته درملو له پلورلو دې ډډه وکړي.

د يادونې ده، چې دوه مياشتې وړاندې هم دغه رياست ٤ ټنه تاريخ تېر درمل سوځولي وو.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.