ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر سلګونو اړو کورنيو مرستې و وېشل شوې

پر سلګونو اړو کورنيو مرستې و وېشل شوې

author avatar
1 Feb 2012 - 15:37
پر سلګونو اړو کورنيو مرستې و وېشل شوې
author avatar
1 Feb 2012 - 15:37

جلال اباد-کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٠): د ننګرهار په درېيو ولسواليو کې پر شاوخوا ٤ سوه کډوالو او راستنې شويو کورنيو او د کابل په خاکجبار کې پر ٢٠٠ اړو کورنيو مرستې و وېشل شوې.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې دغه مرستې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالو چارو رياست په مالي مرسته پر هغو راستانه شوو کډوالو و وېشل شوې، چې له ۲۰۰۷ کال راپه دېخوا له پاکستان څخه راغلي دي.

د دغه ولايت د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي پژواک اژانس ته وويل، چې په يادو مرستو کې ۲۱ قلمه ژمني توکي شامل دي.

د هغه په وينا، چې د سروې له مخې دغه مرستې په دره نور ولسوالۍ کې پر ۷۷، په کامې ولسوالۍ کې پر ۲۷۱ او په ګوشتې ولسوالۍ کې پر ٥٧ کډوالو کورنيو و وېشل شوې.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو مرستو کې د هرې کورنۍ غړي ته يوه کمپله، ترپالونه، پټوګان، شالونه، دوه ګاز ډبې، بنېلونه، د اوبو بوشکې او يو شمېر نور توکي و وېشل شول.

فقيرزي وويل: ((د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې مو پر هغو راستنې شوو کورنيو او بېځايه شوو کډوالو دوه درې وارې مرستې وېشلي دي، خو اوس مو بيا يو ټيم پر سروې بوخت دى، تر څو هغه کډوال پيدا کړي، چې د کډوالۍ فورمې لري، که بيا هم کومه کورنۍ له سروې پاتې شي، نو د مهاجرينو له رياست سره دې اړيکه ونيسي.))

د کامې ولسوالۍ د لنډه بوچ کلي اوسېدونکي سيد ولي د دغو مرستو پر وېشلو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې پر دغو مرستو به يې د کورنۍ يو شمېر اړتياوې پوره شي.

نوموړي په راتلونکي کې هم د دې ډول مرستو هيله وکړه.

د يادونې ده، چې د مرستندويه موسسو له خوا په ننګرهار کې تر دغه مهاله له شاوخوا ٣زره بې ځايه شوو او راستانه شوي کډوالو سره سږ کال د ژمنيو او نورو اړينو توکو مرستې شوې دي.

دغه راز د کابل ولايت په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې تېره ورځ پر ٢٠٠ اړو کورنيو مرستې وېشل شوې، چې په کې کمپلې، ترموزونه، د پخلي لوښې او د کوچنيانو جمپرونه شامل دي.

د کابل ولايت د مقام وياند وسيع الله مياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مرستې د ترکيې هېواد په مرسته برابرې شوې وې.

 

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دې ولسوالۍ کې له دې وړاندې هم نږدې په شپږ سوه سېلاب ځپلو کورنيو بېړنۍ مرستې وېشل شوې دي.

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.