ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلوېښت ټنه چرس ونيول شول

څلوېښت ټنه چرس ونيول شول

author avatar
1 Feb 2012 - 11:33
څلوېښت ټنه چرس ونيول شول
author avatar
1 Feb 2012 - 11:33

کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٠): افغان او ايساف ځواکونو د ګډو عملياتو پر مهال د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې څلوېښت زره کيلوګرامه (٤٠ ټنه) نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.

په کابل کې د ملي دفاع وزارت له خوا د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياد نشه يي توکي (چرس) تېره ورځ د ګډو عملياتو پر مهال ترلاسه شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د عملياتو پر مهال ٧٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او په زياته کچه وسلې او مهمات هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

بلخوا د ايساف ځواکونو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلي، چې له افغان ملي ځواکونو سره يې په ګډو عملياتو کې لسګونه ټنه چرس ترلاسه کړي دي.

د دې ترڅنګ ايساف په کونړ ولايت کې هم د ٤٠٠ کيلوګرامه چرسو د ترلاسه کولو خبر ورکړى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد نشه يي توکي له ترلاسه کېدو وروسته په سيمه کې سوځول شوي دي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو، په ځانګړې توګه په کندهار کې زياته اندازه چرس او نور نشه يي توکي نيول شوي دي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.