ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا د ښځو د اقتصادي وړتياوو د ودې لپاره مرکز جوړوي

امريکا د ښځو د اقتصادي وړتياوو د ودې لپاره مرکز جوړوي

author avatar
2 Feb 2012 - 16:35
امريکا د ښځو د اقتصادي وړتياوو د ودې لپاره مرکز جوړوي
author avatar
2 Feb 2012 - 16:35

کابل (پژواک ١٣ سلواغه ٩٠): د امريکا متحده ايالتونه په کابل کې د افغانستان امريکايي پوهنتون په چوکاټ کې د ښځو د اقتصادي وړتياوو د ودې په موخه د پنځه ميليونه ډالرو په لګښت يو مرکز جوړوي.

د ياد شوي پوهنتون بنسټ اېښودونکي او پخواني مشر ډاکټر شريف فايز د سلواغې په ١٣مه، په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې خبريالانو ته وويل، په پام کې ده چې د دې مرکز دوه پوړيزه ودانۍ به پر پنځه نيم جريبه ځمکه جوړ شي.

د هغه د څرګندونو له مخې، دا ودانۍ به درسي خونې، د غونډو لوى تالار، کمپيوټر خونه، په انټرنيټي اسانتياوو سمبال د وېډيو کنفرانسونو ځاى، د انګليسي ژبې د زده کړې ځاى، څېړنيز مرکز او راډيو سټېشن ولري. 

دغه راز سرچينې وويل چې دغه مرکز به د نړيوال، دولتي او خصوصي سکټورونو د اقتصادي هڅو د همغږي کولو او په هغه کې د ښځو د ونډې زياتولو په برخه کې هم کار وکړي.

هغه په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

فايز زياته کړه چې په دې مرکز کې به، افغان ښځو ته د هغوى اقتصادي وړتياوو د لوړولو په موخه د لنډ مهالو او منځ مهالو روزنيزو پروګرامونو له لارې روزنه ورکول کېږي.

هغه وويل چې د دې مرکز ودانيزې چارې به د روان زېږديز کال تر ډيسمبر مياشتې بشپړې شي او وروسته به دغه مرکز په کار پيل وکړي.

په نننۍ غونډه کې په کابل کې د امريکا سفير راين کراکر، ياد شوى مرکز د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې يو مثبت ګام وباله.

هغه زياته کړه: ((ښځو ته په اقتصادي چارو کې د فعاله ګډون لارې چارې برابرول د افغانستان د اقتصادي پرمختګ د ژمنتيا د خوندي ساتنې په موخه ډېر اړين دي.))

په کابل کې د افغانستان امريکايي پوهنتون په ١٣٨٥ کال کې د امريکا متحده ايالاتو له خوا جوړ شوى او دا مهال د اقتصاد، ادارې او مديريت او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخو کې شاوخوا زر تنه زده کوونکي لري.

فايز وايي، په پام کې ده چې د دې پوهنتون څانګې په نږدې راتلونکي کې په هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ ولايت کې پرانېزي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.