ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا وکيلانو د دغه ولايت اداره د پروژو په نه پلي کېدو تورنه کړه

د پکتيا وکيلانو د دغه ولايت اداره د پروژو په نه پلي کېدو تورنه کړه

author avatar
2 Feb 2012 - 13:47
د پکتيا وکيلانو د دغه ولايت اداره د پروژو په نه پلي کېدو تورنه کړه
author avatar
2 Feb 2012 - 13:47

ګردېز (پژواک ١٣ سلواغه ۹۰): په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي وايي، چې په روان لمريز کال کې يې دغه ولايت ته ٢٧ پروژې منظورې کړې دي، خو تر اوسه يې يوه هم نه ده پلې شوې.

 په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي مجيب الرحمن څمکني پژواک اژانس ته وويل، چې په روان لمريز کال کې يې د پکتيا ولايت په بېلابېلو سيمو کې ٢٧ پرمختيايي پروژې د اړوند وزارتونو له خوا منظورې کړې دي.

 د هغه په وينا، د پکتيا د ادارو رييسان دومره کفايت نه لري، چې دغه پروژې يې پر وخت پلې کړې واى.

نوموړي وويل، چې دغه راز په تېر لمريز کال کې يې ١٤ پروژې منظورې کړې وې، خو هغه هم هېڅ پلې نه شوې.

 څمکني زياته کړه: (( له داخلي بوديجې څخه د څمکنيو د شهرنو د لېسې د ترميم قاطع امر و، د پټان لېسې چاردېوالي،د شهرنو او جانخېلو ترمنځ دغځېدلي سړک رغونه، په ګردېز ښار کې د تېرېدونکي حلقوي سړک رغول او داسې ډېرې نورې پروژې دي، چې نه دې پلې شوې.))

 نوموړي وويل، چې له يوې خوا ياد رييسان د کار وړتيا نه لري او له بلې خوا په دغو پروژو کې رييسانو ته شخصي ګټې نه وې، ځکه يې په پلې کولو کې ناغېړي کوله.

 څمکني په پکتياکې پر ښاروالۍ سربېره د کرنې او اوبو لګولو، کليو او پراختيا، پوهنې او فوايدعامې رياستونه په ګوته کړل، چې په وينا يې، د دغو ادارو رييسانو منظورې شوې پروژې نه دې پلې کړې.

 په ولسي جرګه کې دپکتيا بل استازى محمد ابراهيم غښتلى هم وايي، چې د ولايتي ادارې په رييسانو کې ستونزې شته، خو په ښکاره ډول يې کومو ادارو ته ګوته ونه نيوله.

 نوموړي وويل، چې د پکتيا اداري رييسان، پرته له دې چې د بوديجې د لګولو يا د پروژو د پلې کولو توان نه لري، پر اداري فساد هم ککړ دي.

 ده زياته کړه: ((په ډېرو کليدي رياستونو کې داسې رييسان ګومارل شوي دي، چې د خپلو کارونو د پرمخ بيولو ظرفيت نه لري.))

 د پکتيا د فوايدعامې رييس عبدالله دراني د استازو خبرې رد کړې او زياته يې کړه، چې پر خپل وخت يې ټولې مهمې پروژې پلې کړې دي.

 ده وويل: ((داسې پروژه نه شته، چې د وزارت له امر ورکولو څخه وروسته مو کار نه وي پرې کړی، خو ځينې پروژې ښايي د کار کولو پر وخت له ستونزو سره مخ شوې وي او د بوديجې پر اساس ځنډول شوې وي.))

 د ده په وينا، په پکتيا کې ډېرې داسې پروژې شته، چې د امنيتي ستونزو له امله يې کارونه ځنډېدلي دي، خو داسې پروژه لا هم نه شته، چې دوى يې امر ترلاسه کړی وي او پلې کړې يې نه وي.

 د پکتيا د کليو او پراختيا رييس رحمت الله سروري پژواک اژانس ته وويل، چې په ولسي جرګه کې د پکتيا ولايت استازو يو شمېر پروژې منظورې کړې او دوى يې هم ټول کارونه پر وخت سرته رسولي دي.

 ده زياته کړه، چې بوديجه په مرکز کې تاييديږي او هغه اسناد، چې د خلکو استازو دوى ته سپارلي دي، دوى اړوند وزارتونو ته د بوديجې د منظورۍ په موخه لېږلي دي، خو تر اوسه يې د تاييدۍ پروسه نه ده بشپړه شوې.

 د پکتيا د پوهنې رييس انجنير محراب الدين شفق پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته راغلي بوديجه يې پر خپل وخت د انکشافي شورا له لوري په ځانګړي شوو ځايونو کې لګولې ده.

 دی په ولسي جرګه کې د پکتيا د استازو خبرې ردوي او وايي، د کومو پروژو لپاره چې امر اخيستل کېږي، بوديجه يې هم ورته ځانګړې کېږي.

نوموړي زياته: ((که داسې کومه ستونزه وي، چې موږ پروژې نه وې پلې کړې، سندونه دې راته وښودل شي، موږ د ټولو کارونو سندونه لرو، که دوى کوم اسناد لري، نو موږ ته دې وښيي.))

 خو د رييسانو دغه ادعاوې په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازې راضيه سعادت رد کړې او ويې ويل، چې پر خپل وخت رييسانو دوى ته نه دي ويلي، چې د پروژو د پلې کېدو لپاره ورته وزارت بوديجه نه ورکوي.

 هغه زياتوي، چې دوى د پروژو امرونه د خلکو د هوساينې په موخه اخلي او په دې کې هېڅ د ځان ښودنې علت نه شته.

 نوموړې وويل: ((موږ يې بايد پر خپل وخت خبر کړي وای، چې دغو پروژو ته بوديجه نه شته، چې په هماغه وخت کې مو نور اقدام کړی وای، موږ خو په دې تمه يو، چې که موږ نه يو، رييسان به کار وکړي، خو دا چې نه موږ خبروي او نه بوديجه اخيستی شي، ښکاره ضعف دى.))

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.