ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا د سولې شورا کمېټه: رسنۍ دې مخالفين د سولې خبرو ته را وبولي

د کاپيسا د سولې شورا کمېټه: رسنۍ دې مخالفين د سولې خبرو ته را وبولي

author avatar
2 Feb 2012 - 15:48
د کاپيسا د سولې شورا کمېټه: رسنۍ دې مخالفين د سولې خبرو ته را وبولي
author avatar
2 Feb 2012 - 15:48

محمودراقي (پژواک ١٣ سلواغه ٩٠): د کاپيسا د سولې د عالي شورا کمېټې له رسنيو وغوښتل، چې د سولې په پروسه کې دې له دوى سره مرسته وکړي او وسلوال مخالفين خبرو ته راوبولي.

د کاپيسا په مرکز محمودراقي کې نن (د سلواغې ١٣مه) د دغه ولايت د سولې د عالي شورا کمېټې مشرانو د کاپيسا، پروان او پنجشېر ولايتونو د رسنيو له استازو وغوښتل، چې د دوى د هڅو ملاتړ وکړي او وسلوال مخالفين خبرو او مذاکرو ته راوبولي.

د دې کمېټې مشر مولوي مومن مسلم وويل، چې رسنۍ کولاى شي د خپلو خپرونو او راپورونو پر بنسټ د خلکو په عامه ذهنيت کې تغيير راولي او مخالفين پخلاينې او سولې ته راوبولي.

نوموړي زياته کړه: ((اوس مهال د هر افغان دنده ده، چې د جنګ د ختمېدو لپاره کار وکړي او مرور وروڼه، چې وسله يې اخيستې ده خبرو ته وهڅوي.

د ده په وينا، په دې برخه کې دوى د رسنيو مرستو ته اړ دي، ترڅو خلکو ته د سولې ذهنيت ورکړي.

په غونډه کې په کاپيسا کې د بکتاش راډيو مسوول وويل، دوى هڅه کوي، چې د خپلو خپرونو له لارې د مخالفينو په ذهنيت کې تغيير راولي او سولې ته يې راوبولي.

نوموړي وويل: ((زموږ موخه هم دا ده، چې په هېواد کې جګړه بنده شي او خلک د ارام ژوند څښتنان شي.))

دغه راز د نجراب راډيو مسوول ډاکټر مطلب وويل، چې دوى پرته له کوم مادي امتياز څخه غواړي، چې په دې برخه کې خپلې هڅې زياتې کړي.

د يادونې ده، چې په کاپيسا کې د سولې د عالي شورا د کمېټې له خوا په پرله پسې ډول غونډې جوړېږي او د سولې د راوستو لپاره يې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

کاپيسا، چې د پلازمېنې کابل په شمال کې موقعيت لري، درې ولسوالۍ اله ساى، تګاب او نجراب يې نا امنه بلل کېږي، چې وخت ناوخت په کې د افغان دولت وسلوال مخالفين پر افغان او ايساف ځواکونو بريدونه کوي.

دوه اونۍ وړاندې د ملي ارد يوه سرتېري په کاپيسا ولايت کې پر فرانسوي سرتېرو، چې په همدغه ولايت کې مېشت دي، ډزې وکړې او په پايله کې يې څلور فرانسوي سرتېري و وژل شول او ١٧ نور ټپيان شول.

له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې په ياد ولايت کې د سولې د عالي شورا دفتر پرانيستل شوى، خو تر اوسه د دغې شورا د هڅو په پايله کې په کاپيسا کې هېڅ وسلوال له مخالفت څخه لاس نه دى اخستى.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.