ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږنيو اورښتونو خلک د وچکالۍ له منځه تلو ته هيله من کړي دي

سږنيو اورښتونو خلک د وچکالۍ له منځه تلو ته هيله من کړي دي

author avatar
3 Feb 2012 - 13:15
سږنيو اورښتونو خلک د وچکالۍ له منځه تلو ته هيله من کړي دي
author avatar
3 Feb 2012 - 13:15

کابل ( پژواک ١٤ سلواغه ٩٠) :  سږنيو په تېره بيا له تېر ماښام  راهيسې د هېواد په ځينو ولايتونو کې د واورې او په ځينو کې د باران اورښت ، خلک د وچکالۍ له منځه تلو ته هيله من کړي دي .

دا په داسې حال کې ده ، چې په  روان کال کې د افغانستان په ۱۴ شمالي، شمال ختيځو اوشمال لوېديځو يو شمېر ولايتونو کې د وچکالۍ له امله د بزګرانو ډير کښتونه له منځه ولاړل .

خو په روان ژمي کې څو ځلې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې اورښتونه وشول .

 تېر ماښام په کابل ،ميدان وردګ ، غزني ، باميان ، پروان ، کاپيسا  او ځينو نورو ولايتونو کې د واورې اورښت او په هلمند ، کندهار ، هرات ، بلخ او ځينو نورو ولايتونو کې باران پيل شوى او تر اوسه (غرمه مهال ) دوام لري .

د سمنګانو ولايت د مرکز ايبک اړوند د عربانو د کلي بزګر ٦١ کلن ملابازار نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان کال د لړم له مياشتې راهېسې په دې ولايت کې درې ځله واوره او ٨ ځله باران اورېدلى او له تېرې ورځې راهيسې هم هتله باران اوري.

هغه وويل چې ددې ولايت خلک سږنيو اورښتونو ته ډېر خوښ او هيله من دي ، چې راتلونکي کال کې به د وچکالۍ له ستونزې سره مخ نه شي.

 ملا بازار زياته کړه : (( تېر کال مې په ٢٤ جريبه للمي ځمکه کې غنم کرلي و، خو د وچکالۍ له امله مې هېڅ حاصل ترې وانه خيست ، خو سږ کال مې په ٧٠ جريبه ځمکه کې غنم کرلي او هيله لرم ، چې ښه حاصل ترې واخلم.))

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د غربي  سيمې اوسېدونکى تورجان هم وايي ، چې وچکالۍ يې تېر کال باغونه او د ځمکې نورې کروندې زيانمنې کړې، خو له تېرو درېيو اونيو په دې ولايت کې شويو بارانونو خلک هيله من کړي او د سبو د کرلو لپاره ځمکې تياروي.

دده په وينا،  سږني بارانونه به د اوبو د ډېروالي تر څنګ  د دې لامل هم  شي ، چې په باغونو او كروندو کې رامنځته کېدونکي طبعي مرضونه هم له منځه ولاړ شي .

د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ د شيخ ياسين د کلي اوسېدونکى او بزګر ٤٠ کلن عيسى ګل وايي چې له تېر ماښام راهيسې تر اوسه هلته شاوخوا ٣٠ سانتي متره واوره اورېدلې ده .

 هغه هم هيله من دى، چې سږني اورښتونه  به  په غرونو کې د اوبو تشې شوې زېرمې بېرته ډکې او د تېرو څو کلونو وچکالي به پاى ته ورسوي.

عيسى ګل زياته کړه : (( که نوره واور وهم نه اوري ، زه ډاډه يم چې همدا واوره  د راتلونکي کال لپاره کفايت کوي او د وچکالۍ ستونزه له منځه وړي.))

د غزني د مرکز د نوغي د سيمې اوسېدونکى حاجي عبدالحکيم هم وايي، چې سږني اورښتونه به په غرونو کې د اوبو تشې شوې زېرمې  بېرته ډکې کړي او په راتلونکي کال کې به خلک له خپلو کروندو څخه ښه حاصل تر لاسه کړي.

دى زياتوي، چې په دې ولايت کې له تېر ماښام راهيسې شاوخوا ٣٠ سانتې واوره اورېدلې ده .

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې څو ورځې مخکې پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې په روان ژمي کې به په هېواد کې په طبيعي ډول اورښتونه وشي او  په راتلونکي کال کې به د وچکالۍ ستونزه کمه کړي .

سرچينې ويلي و ، کېداى شي ، چې سږکال د هېواد په ځينو شمالي ولايتونو کې د اورښت کچه له عادي درجې لوړه شي او  په ټوليز ډول  په هېواد کې د اورښت منځنۍ کچه تر ٢٤٠ ملي مترو  ورسيږي .

د سرچينې د څرګندونو له مخې ، په افغانستان کې د اورښت کلنۍ طبيعي کچه ٢٣٠ ملي متره ده ، خو  تېر کال په هېواد کې د اورښت کچه له طبيعې درجې  ١٥ تر ٢٠ سلنې ټيټه وه .

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.