ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا له تګاب ولسوالۍ څخه  یو شمیر فرانسوي ځواکونه ووتل

د کاپيسا له تګاب ولسوالۍ څخه یو شمیر فرانسوي ځواکونه ووتل

author avatar
4 Feb 2012 - 14:39
د کاپيسا له تګاب ولسوالۍ څخه  یو شمیر فرانسوي ځواکونه ووتل
author avatar
4 Feb 2012 - 14:39

محمودراقي (پژواک ١٥ سلواغه ٩٠): د ٢٠١ سېلاب قول اردو وايي، چې تېره ورځ د کاپيسا له تګاب ولسوالۍ څخه د فرانسوي ځواکونو دوه کمپونه وتلي او خپل عمومي مرکز ته، چې په سروبي ولسوالۍ کې دى، تللي دي.

د ٢٠١ سېلاب قل اردو وياند ډګروال نعمانی هاتفي  د سلواغې په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې د تګاب ولسوالۍ له دوو مرکزونو څخه ځيني فرانسوي ځواکونه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې خپل عمومي مرکز ته ستانه شول.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو مرکزونو کې يو هغه هم دى، چې څو ورځې مخکې په کې د ملي اردو د يوه سرتېري له خوا يادو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

خو عاطف وايي، چې له دغو مرکزونو د فرانسوي ځواکونو وتل له يادې پېښې سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې دا د هغو خبرو له مخې دي، چې تېره اونۍ د افغانستان ولسمشر د خپل سفر پر مهال له فرانسوي چارواکو سره په دې اړه کړې وې.

ده د دغو مرکزونو نومونه، چې ياد ځواکونه ترې وتلي، مشخص نه کړل.

د تګاب د امنيه قوماندان حاجي شاه اغا په وينا، چې پرون ١٠ بجې د تګاب ولسوالۍ د شمشاد غره ترڅنګ د احمدزيو سيمې له مرکز نه د فرانسوي ځواکونو يو کاروان وتلى دى.

ده وويل، چې له دغې ولسوالۍ نه يوازې له يوه مرکز څخه فرانسوي سرتېري وتلي او د هغوى وتل د څو ورځو مخکې له پېښې سره هېڅ تړاو نه لري او په خپله خوښه تللي دي.

په سيمه کې يوه عيني شاهد عتيق الله هم وويل، چې تېره ورځ په احمدزيو سيمه کې د لکې تېږي له کمپ څخه بهرني سرتېري ووتل.

د ملي اردو يو سرتېرى طارق وايي، چې د دوى او فرانسوي سرتېرو ترمنځ هېڅ کوم مخالفت نه شته، خو له بده مرغه، څرنګه چې کله ناکله د دوى او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د مرګ ژوبلې پېښې رامنځته کېږي، د مخالفينو تر منځ هم دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به په سيمه کې يو ځل بيا نا امنۍ زور واخلي.

د ايساف ځواکونو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

فرانسې د هغې پېښې له امله، چې څو ورځې مخکې يې په ياده ولسوالۍ کې سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته، له ټاکلې مودې مخکې د خپلو سرتېرو د ايستلو اعلان وکړ، خو وروسته يې تصميم بدل شو او له افغانستان سره يې د مرستو او تر ټاکلې مودې پورې د سرتېرو د پاتې کېدو ژمنه وکړه.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.