ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کي د نيالګيو اېښودنې پسرلنى حشر پيل شو

په ننګرهار کي د نيالګيو اېښودنې پسرلنى حشر پيل شو

author avatar
5 Feb 2012 - 12:24
په ننګرهار کي د نيالګيو اېښودنې پسرلنى حشر پيل شو
author avatar
5 Feb 2012 - 12:24

جلال اباد (پژواک ١٦ سلواغه ٩٠): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ٢٢ ولسواليو کې د پسرلنۍ نيال اېښودنې بهير د سلواغې په ١٦مه د دوو زينتي بوټو په اېښودلو سره پيل شو.

د ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال د دغه کمپاين د پرانيستې پر مهال خبري کنفرانس ته وويل، چې سږ کال به دغه پسرلنى بهير د نوي کال تر لومړۍ ورځې پورې روان وي، چې په وينا يې، د ٥ مليونه مېوه لرونکو او بې مېوو نيالګيو د اېښودنې پروګرامونه يې په ټولو ولسواليو کې ترتيب کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د امنيتي ارګانونو په مرسته يې په دغه ولايت کې د ځنګلونو وهلو لړۍ صفر ته ټيټه کړې ده.

نوموړ‌‌ي د ننګرهار په استوګنو غږ وکړ، چې خپل ژوند او هېواد ته د ګټې په خاطر دې دوه دوه نيالګي کېنوي.

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس محمدحسين ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې د کرنې رياست، کانال رياست، موسساتو او قوريه لرونکو پر مټ يې ٥ مليونه يوسل او دوه څلوېښت زره نيالګي اېښودنې ته چمتو کړي دي.

د نوموړى په وينا، عام المنفعه ځايونو، جوماتونو او ښوونځيو ته نيالګي وړيا ورکوي او نورو خلکو ته به يې د بازار له نرخه ٥٠ سلنه ارزانه ورکړي.

ساپي د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې، چې رياست يې څومره د تېرو کلونو له کرل شوو نيالګيو څخه ساتنه کړې؟ وويل، چې دکرنې رياست په ثمرخېلو،کامې سربند، د ولسواليو په کلينکونو، دره نور، حصارک، مملې باغ او ده بالاه په ولسواليو کې له هغو مصنوعي ځنګلونو او مېوه لرونکو نيالګيو کلکه څارنه کړې ده، چې د دوى له لوري کرل شوي وو.

نوموړي زياته کړه: ((مليونونه هغه نيالګي، چې د ننګرهار استوګنو او يا بڼوالو ترې په بيه اخيستي، هغوى يې مراقبت او څارن هم پر غاړه لري.))

د کرنې رييس وويل، چې په سږنيو نيالګيو کې يو مليون او اوه څلوېښت زره مېوه لرونکي، درې اعشاريه دوه ميلونه ځنګلي او څلور سوه زره زينتي بوټي دي، چې د اچين په عبدالخېلو، د سپين غر په چل ګزي، بهسودو او سره رود ولسواليو کې به مصنوعي ځنګلونه ترې جوړ کړي او مېوه لرونکي به يې په شخصي بڼوالو وپلوري.

نوموړي ومنله، چې د امنيتي ځواکونو په هڅو او ولسي ملاتړ سره د دغه ولايت د ځنګلونو وهلو کچه تر ډېره بريده راټيټه شوې ده.

د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکى محفوظ الحق وايي، چې دوى تېر کال په خپل کور او باغ کې له دېرشو زيات مېوه دار او بې مېوې نيالګي اېښي دي.

هغه زياته کړه، چې بوټي کښېنول ښه پاملرنه غواړي او څو پورې چې پر وخت اوبه ورنه کړل شي او پاملرنه يې ونه شي، نو بېرته وچيږي.

د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې يوه اوسېدونکي غلام محمد بيا پر ښاروالۍ تور پورې کوي، چې د کښېنول شوو نيالګيو پالنه نه کوي.

نوموړى وايي: ((موږ خو په خپلو کورونو کې د کېنول شوو نيالګيو ساتنه کوو، خو په عامه ځايونو او د سړکونو په ګولدانونو کې اېښودل شوي نيالګي اوبو ته اړتيا لري او ښاروالۍ ډېرې کمې اوبه ورکوي.))

د يادونې ده، تېر کال د کرنې رييس ويلې و، چې د ورځې په منځني ډول د ننګرهار د ځنګلونو څخه ٥٠ ونې وهل کېږي.

بايد وويل شي، چې تېر کال په ننګرهار کې ٥ مليونه نيالګي کېنول شوي وو، چې د کانال د زيتونو او سيتروسو د بوټو په ګډون سږ کال دغه شمېر ٦ مليونو ته لوړه شوى دى.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.