کابل ښار (پژواک ١٦ سلواغه ٩٠): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د دولت شپږ وسلوالو مخالفين د يوه ځانمرګي بريدکوونکي په ګډون و وژل شول، دوتنه ټپي دي او اته نور نيول شوي دي.
هغه خبرپاڼه، چې نن (د سلواغې ١٦مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتې دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې کاږي، چې ياد ځانمرګي بريدکوونکي پرون غوښتل څو پر ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته د اورزګان د دهراوود ولسوالۍ په بازار کې چاودنه ورکړي.
سرچينې زياته کړې، برېدکوونکى مخکې له دې چې موخې ته ورسېږي، د پوليسو له خوا تر پېژندنې وروسته په ډزو و وژل شو او په دې پېښه کې نور چا ته زيا ن نه دى اوښتى.
په خبرپاڼه کې يادونه شوې، چې پنځه نور وسلوال مخالفين د شپې په هغو عملياتو کې و وژل شول، چې د ملي پوليسو له لوري په هلمند او خوست ولايتونو کې په لاره اچول شوي وو.
د سرچينې په وينا، دغه عمليات له ملې اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو سره په همغږۍ په دغو دوو ولايتونو کې ترسره شول، چې په ترڅ کې دوه وسلوال مخالفين ټپي او اوه نور نيول شوي دي.
خبرپاڼې زياته کړې، چې په عملياتو کې درې ميله کلاشينکوفونه، د ځانمرګي بريد يو واسکټ، ١١کيلوګرامه هيرويين، ٩٤٦ کيلوګرام ترياک او يو موټر هم د ملي پوليسو لاس ته ورغلى دى.
د سرچينې په وينا، پوليسو د راکټ يوه مرمۍ، چې د وسلوالو مخالفينو له لوري د خوست ولايت په موسى خېلو ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شوې وه، کشف او شنډه کړه.
له بل لوري ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې د کندهار ولايت د ژېړۍ ولسوالۍ د چينې کمپ او ده ميوند په سيمه کې د وسلوالو مخالفينو له لوري د ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له امله، د ملي اردو درې منسوبين ټپي شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې ټپيان د درملنې په موخه د ٢٠٥ اتل قول اردو ساحوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ډاډمن دى.
د يادونې ده، چې تېره اونۍ ملي دفاع وزارت ويلي و، چې د امنيتي دندو پر مهال د ملي اردو ځواکونو، د ځانمرګو برېدونو اوه واسکټونه، ١٥کړۍ د پرسونل ضد ماينونه، درې ميله سپکې وسلې او څلور لاسي بمونه د ژېړۍ په ولسوالۍ کې ترلاسه کړي دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن