ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو د سرپل ولايت ودانۍ ته اور ورته کړ

لاريون کوونکو د سرپل ولايت ودانۍ ته اور ورته کړ

author avatar
5 Feb 2012 - 12:11
لاريون کوونکو د سرپل ولايت ودانۍ ته اور ورته کړ
author avatar
5 Feb 2012 - 12:11

لاريون کوونکي وايي، له دې امله يې پر لاريون لاس پورې کړى، چې والي د هغه د يوه ساتونکي له خوا د جنسي تېري پر دوسيه غور نه کوي.

مخکې له دې د ولايتي شورا استازي او د سرپل د والي د مخالفينو استازي اسدالله خرم پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، تر هغو به له لاريون نه لاس وانه خلي، چې ستونزې يې هوارې نه شي او که اړتيا پېښه شوه، نو لاريون به په تاوتريخوالي بدل کړي.

عيني شاهدانو پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې لاريون کوونکو لومړى د سرپل ولايت ودانۍ ته مخامخ خېمه وهلې او وروسته د ولايت ودانۍ ته ننوتل.

د هغوى په وينا، امنيتي ځواکونو د ولايت ودانۍ دننه د لاريون کوونکو د بريد د مخنيوي لپاره پر خلکو ډزې کړې؛ خو د زياتې مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره يې لاريون کوونکو ته اجازه ورکړه، چې د ولايت ودانۍ ته ننوځي.

د سرپل ولايت امنيتي چارواکي په دې اړه معلومات نه ورکوي، خو عيني شاهدان وايي، چې يو شمېر لاريون کوونکو ته د امنيتي ځواکونو له خوا مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوه عيني شاهد محمد حسن پژواک خبري اژانس ته وويل: “کله چې لاريون کوونکي ولايت ته ننوتل، لومړى يې پياده خانه وسوځوله او اوس په نورو خونو کې هم اور ليدل کېږي.”

د پژواک خبري اژانس خبريال د پېښې له سيمې وايي، چې د ولايت له ودانۍ نه د سپکو وسلو ډزې هم اورېدل کېږي.

 

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.