ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شينوارو د عليشېرخېلو او سې پاى قومونو ترمنځ درې کلن اوربند وشو

د شينوارو د عليشېرخېلو او سې پاى قومونو ترمنځ درې کلن اوربند وشو

author avatar
6 Feb 2012 - 14:51
د شينوارو د عليشېرخېلو او سې پاى قومونو ترمنځ درې کلن اوربند وشو
author avatar
6 Feb 2012 - 14:51

جلال اباد (پژواک ١٧ سلواغه ٩٠): د ننګرها د شينوارو د دوو قومونو ترمنځ د دښتې پر سر راپيدا شوې شخړې په لړ کې د دريو کلونو لپاره اوربند وشو.

د ولسمشرۍ د شکاياتو د دفتر رييس او سلاکار وزير اسدالله وفا د سلواغې په ١٧مه د ننګرهار له والي ګل اغا شېرزي سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، چې د شينوارو د عليشېرخېل او سې پاى قومونو ترمنځ يې د ځمکې د ملکيت پر سر دوه کلنې شخړې ته د پاى په موخه د دواړو خواوو ترمنځ درې کلن اوربند رامنځته کړ.

هغه زياته کړه، چې د سې پاى او عليشېر خېلو د قومونو ترمنځ د اچين او سپين غر ولسواليو د کهې دښتې د ملکيت پر سر د دواړو خواوو لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

اسدالله وفا وويل، دواړو غاړو ورته په محکمه کې شرعي وثيقې او ليکلې ژمنې ورکړې، چې تر درېيو کلونو به پر يو بل ډزې نه کوي او په راتلونکو پنځو مياشتو کې به خپلې پرتې ستونزې د وفا په مشرۍ د راغلي پلاوي له لارې هواروي.

د وفا په وينا، د دواړو لورو ترمنځ به د قانون او جرګې له مخې ستونزې او جزايي موضوعات هم هوار کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د هېواد په نورو برخو کې به هم دغه ډول ستونزې د سرحدي او قبايلي سيستم له امله په جرګو او مرکو هواروي؛ ځکه جرګې او مرکې د قانون يوه برخه ده.

نوموړي د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې، چې دواړو غاړو څو ځلې وړاندې هم جرګو ته واک ورکړى، خو بيا يې مات کړى دى، وويل، چې دغه ځل ډاډه دى، چې دواړه خواوې به په محکمه کې لاسليک کړو شرعي وثيقو ته ژمن پاتې شي.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي پژواک اژانس ته وويل، چې تر شخړې لاندې دښته بشپړه د سرحدي پوليسو په واک کې ده، هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې د ملکيت دعوه يې وکړي او يا په کې خپلسرې ودانۍ جوړې کړي.

شېرزي زياته کړه، چې اداره او امنيتي چارواکي د اسدالله وفا په مشرۍ د هغه ١١ کسيز پلاوي پرېکړې مني او ترې ننګه کوي، چې دوه مياشتې وړاندې ولسمشر کرزي د روغې جوړې په موخه ګومارلى و.

د سې پاى قومي مشر ملک عثمان پژواک ته ومنله، چې تېره ورځ دواړو غاړو اسدالله وفا ته بشپړ واک ورکړى، چې په پنځو مياشتو کې ټولې ستونزې هوارې کړي.

د ملک عثمان په وينا، که هرې غاړې د اوربند تړون مات کړ، دغه پلاوي ته به لس ميليونه افغانۍ جريمه ورکوي او پړ به ګڼل کېږي.

د عليشېرخېلو قومي مشر حاجي ملا جان شينواري پژواک اژانس ته وويل، دواړو ښکېلو خواوو پرېکړه کړې، چې د درې کلن اوربند په اوږدو کې به دولتي ادارې، ښوونځي، لويې لارې او روغتونونه د يو بل پر مخ نه تړي او د سرغړونې په صورت کې به جريمه ورکوي.

هغه زياته کړه: ((موږ اوربند ته ژمن يو، دښته به د هېچا په ملکيت کې نه وي، نورې خبرې به په را روانو ٥ مياشتوکې فيصله کوو.))

د يادونې ده، چې د دغې دښتې د ملکيت پر سر په دوه کلنه شخړه کې له دواړو لورو څخه ٢٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې وروستى هغه يې د ناټو د الوتکو له لارې په هوايي بريدونو کې له سيمې څخه د دواړو ډلو د وسله والو شړل وو.

Visits: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.