ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سړې هوا څلور شپانه او سلګونه څاروي وژلي

سړې هوا څلور شپانه او سلګونه څاروي وژلي

author avatar
6 Feb 2012 - 12:10
سړې هوا څلور شپانه او سلګونه څاروي وژلي
author avatar
6 Feb 2012 - 12:10

کندوز ښار (پژواک ١٧ سلواغه ٩٠): د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې څلور شپانه او نږدې ٥٠٠ څاروي د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

په کندوز کې له پېښو سره د مبارزې رييس ميراقا اعتبار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شپانه او څاروي تېره شپه د چهاردرې د ابدان دښتې په سيمه کې په يوه غوجل کې له منځه تللي دي.

اعتبار وويل، چې په تېرو دريو ورځو کې د پرله پسې اورښتونو او د واورې د ښويېدو له امله د دغو شپنو، چې د غره په لمن کې يې په غوجل کې له څارويو سره يوځاى اوسېدل، مواصلاتي لاره بنده شوې وه.

د هغه د معلوماتو له مخې، شپانه په دې هيله، چې هوا ښه شي او کلي ته ستانه شي، په غوجل کې پاتې وو.

د چهاردرې ولسوالۍ د نواباد کلي يوه شپانه ګل احمد وويل، دى هم له يادو شپنو سره اوسېده، خو کله چې واوره پيل شوه، هغه له سيمې ولاړ او له خپلو څارويو سره کلي ته راغى.

دغه شپون زياته کړه، چې که چېرې کلي ته نه واى راستون شوى، نو ښايي دى هم له منځه تللى واى.

د يادونې ده، چې په تېرو دوو ورځو کې په بدخشان ولايت کې درې مړي او ١٨ تنه ژوندي له واورو نه را وايستل شول او دوه شپانه د سمنګان ولايت په مرکز کې د سړې هوا له امله ژوبل شوي او ١٣٠ څاروي له منځه تللي دي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.