ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ستراتيژيک تړون په اړه د افغان او امريکايي چارواکيو ترمنځ بيا خبرې پيل شوي

د ستراتيژيک تړون په اړه د افغان او امريکايي چارواکيو ترمنځ بيا خبرې پيل شوي

کابل(پژواک١٨سلواغه٩٠): د ستراتيژيک تړون په اړه د افغان او امريکايي چارواکيو ترمنځ خبرې بيا پيل شوي او افغان حکومت وايي چې د سولې د پروسې په تړاو د ټولو نړيوالو هڅو په اړه اطلاع لري.

د افغانستان او امريکا د حکومتونو ترمنځ د ستراتيژيک تړون د سند په اړه جدي بحثونه روان و ؛ خو د بن د کنفرانس له امله چې د تېر ميلادي کال په وروستۍ مياشت کې جوړ شو، په دې خبرو کې  ځنډ راغى.

ټاکل شوې وه، چې دواړه لوري د روان ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې د دغو اړيکو په اړه په کابل کې خبرې پيل کړي .

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې  دغه خبرې په روانه ميلادي مياشت کې پيل شوي او ښې روانې دي .

ده په دې اړه نور جزييات ورنه کړل .

د افغانستان حکومت په روان کال کې له هند،انګلستان، ايټاليا او فرانسې  سره هم  د ستراتيژيکو همکاريو سندونه  لاسليک کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند د امريکا او وسلوالو طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ، چې د افغانستان حکومت له مخالفينو سره د سولې په تړاو د نړيوالو له ټولو هڅو خبر دى.

موسى زي زياته کړه: ((د افغانستان حکومت له ټولو هغو هڅو، چې د سولې پروسې په چوکاټ کې ترسره شوي يا ترسره کېږي، البته د نړيوالو متحدينو او خاصتا د امريکا متحده ايالتونو لخوا نه، خبر دى او اطلاع لري.))

خو ده په دې اړه هم نور جزييات ورنه کړل او زياته يې کړه ، چې په افغانستان کې د سولې د پروسې هڅې لا هم په ډېر ابتدايي پړاو کې دي او  ډېرو هڅو، وخت، حوصلې او کار ته اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده ، چې ويل کيږي د طالبانو او امريکايانو تر منځ په قطر کې د سولې په اړه خبرې شوې دي ، خو د افغانستان حکومت له دې خبرو ګوښه ساتل شوى دى .

امريکا ، قطر او جرمني څه موده مخکې وپتيله ، چې په قطر کې وسلوالو طالبانو ته د سولې د خبرو په موخه دفتر پرانيزي، چې افغان حکومت هم ورسره وروسته هوکړه وکړه .

طالبانو هم منلې، چې په قطر کې د دفتر په اړه يې له امريکا او نړيوالې ټولنې سره تفاهم کړى دى.

خو د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، په قطر کې تر هغه طالبانو ته دفتر نه پرانېستل کېږي، تر څو چې  د افغان او قطري چارواکيو ترمنځ په دې اړه څرګند تفاهم نه وي شوى .

د يادولو ده، چې تېره ورځ د پاکستان لومړى وزير هم د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د خبرو په موخه قطر ته تللى دى .

د چارو ځينې شنونکي وايي، ګيلاني ځکه قطر ته سفر وکړ، چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې ګوښه ساتل شوى او غواړي د خپلو ګټو لپاره په دې پروسه کې له ګوښه ساتل کېدو ځان راوباسي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.