کابل ( پژواک ١٨ سلواغه ٩٠ ): هالنډ په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په موخه د افغانستان د سولې له عالي شورا سره ٢،٥ ميليونه امريکايي ډالره مرسته وکړه .
ددې مرستې تړون نن د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال،د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد معصوم ستانکزي او په کابل کې د هالنډ سفير رادنک فون وولن هوون (Radinck Van Vollenhoven) تر منځ په کابل کې لاسليک شو.
د ولسمشر امنيتي سلاکار او د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمدمعصوم ستانکزي په هېواد کې د سولې له بهير څخه د هالنډ له ملاتړ څخه مننه وکړه .
هغه زياته کړه :(( دا روښانه خبره ده، چې سوله په پېسو نه اخېستل کېږي ، خو کولى شو، چې په لګولو سره يې د سولې ذهنيتونه پياوړي کړو .))
ده زياته کړه چې يادې پيسې به په هېواد کې د سکتوري وزارتونو لخوا د پراختيايي ، ټولګټو ، کارموندنې او په هغو روزنيزو پروګرامونو کې ولګول شوي ، چې د سولې او ملي پخلاينې بهير پياوړى کوي.
په کابل کې د هالنډ سفير وويل ،چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې له بهير څخه ملاتړ کوي او ژمن دى ، چې دغه ملاتړ دوام ومومي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې ، هالنډ له ٢٠٠١ زېږديز کال راهېسې پر ته له امنيتي سکتور څخه له افغانستان سره شاوخوا ٧٠٠ ميليونه يورو مرسته کړې ده .
د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو او په هېواد کې د سولې د ټينګښت په موخه د سولې ٦٨ کسيزه عالي شورا تېر کال د تلې په مياشت کې جوړه شوه .
د افغانستان د ماليې وزير نن خبريالانو ته وويل چې د سولې عالي شورا له جوړېدو راهېسې لسو مرستندويه هېوادونو له دې شورا سره ١٥٧ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کړې ده .
هغه وويل چې له يادې شورا سره له شوې مرستې څخه تر اوسه ٩٥ ميليونه امريکايي ډالره بېلابېلو وزارتونو ته د هغو پراختيايي پروژو د پلي کولو لپاره په بوديجه کې شامل شوي، چې د سولې او ثبات په ټينګښت کې مثبت اثر لري .
ده زياته کړه چې د يادو مرستو پاتې پيسې په هېواد کې د سولې له بهير څخه د ملاتړ په موخه جوړ شوي وجهي صندوق کې ساتل کېږي، چې په راتلونکي کې به پر اړينو پراختيايي پروژو ولګول شي .
د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر ددې شورا د مشر استاد برهان الدين رباني وژنه يوه ضايعه او دهغه نه شتون يې يوه لويه تشه وبلله .
استاد برهان الدين رباني د روان کال د وږي په ٢٩مه په کابل کې په يو ځانمرګي بريدکې ووژل شو او تر اوسه يې پر ځاى څوک نه دي ټاکل شوي .ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې عالي شورا د نوي مشر د ټاکلو په اړه خبرې روانې دي او کېداى شي ، چې په نږدې راتلونکي کې دغه کار تر سره شي.
دولتي سرچينې وايي، چې د سولې د عالي شورا د هڅو په پايله کې په هېواد کې شاوخوا ۳۰۰۰ وسلوال مخالفين د سولې له بهير سره يو ځای شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن