ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لسګونه ميله  وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې

لسګونه ميله وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې

author avatar
7 Feb 2012 - 15:36
لسګونه ميله  وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې
author avatar
7 Feb 2012 - 15:36

اسعد اباد (پژواک ١٨ سلواغه ٩٠): د کونړ امنيه قوماندانۍ لخوا د ډاياک پروګرام ته ٤٦ ميله سپکې او درنې وسلې وسپارل شوې.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري د دغو وسلو د سپارلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو وسلو کې ٩ ميله ار پي جي، ٧ ميله راکټ انداز، ٦ پيکا ماشيندارې، ٢٢ ميله کلاشينکوفونه، ٢ ميله ټوپک، ٢ ميله تومانچې او ٥ فيره د بي اېم يو مېزايل شامل دي.

هغه زياته کړه، چې دا وسلې يې له هغو کسانو څخه ترلاسه کړې، چې په ناقانونه توګه يې له ځان سره ساتلې وې.

د نوموړي په وينا، هغه ناقانونه وسلې، چې له خلکو سره دي، د دوى لخوا کله نا کله د دولت او خلکو پر وړاندې د نا امنۍ ستونزې پيدا کېږي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ټول ګامونه د جګړې د پاى ته رسېدو او د سولې د ټينګښت په موخه اخيستل کېږي.

وحيدى زياته کړه، چې ولسمشر حامد کرزي د ٦٢مې ګڼې فرمان له مخې، هغه امنيتي کمپنۍ، چې وسله لري، په راتلونکى کې به بې وسلې شي.

هغه وايي، چې د ياد فرمان د عملي کېدو په موخه په کونړ ولايت کې د ځينو ساختماني کمپنيو، چې د پروژو د پلې کېدو پر مهال يې د امنيت ساتنې په موخه يوه اندازه وسلې له ځانونو سره درلودې، د پروژو تر بشپړېدو وروسته يې امنيه قوماندانۍ ته سپارلي ،چې اوس د ډاياک پروګرام ته وسپارل شوې.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.