ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيا کې د ولادت له امله درې مېرمنې مړې شوې

په پکتيا کې د ولادت له امله درې مېرمنې مړې شوې

author avatar
8 Feb 2012 - 12:29
په پکتيا کې د ولادت له امله درې مېرمنې مړې شوې
author avatar
8 Feb 2012 - 12:29

ګردېز (پژواک ١٩ سلواغه ۹۰): د پکتيا د زرمت او ګردې څېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په کلينيکونو کې د قابلو د نشتوالي له امله په تېرو پنځو ورځو کې درې ميندې د زېږدون پر مهال مړې شوې دي.

د زرمت ولسوالۍ د سهاکو سيمې يوه اوسېدونکي محمدالله د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سهاکو په کلينيک کې د قابلې د نه شتون له امله په يوه ورځ کې دوه ولادي ناروغانې مړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، دوه ورځې وړاندې دوه ښځې، چې يوه يې د سهاکو د پان کلي او بله هم د مديوالو کلي څخه دغه کلينيک ته ور وړل شوې وې، خو د ښځينه ډاکترې په نه شتون کې د زېږون پر مهال مړې شوې دي.

د ګردې څېړۍ يوه اوسېدونکي پسرلي ګل هم پژواک اژانس ته د ټيلېفون پر ليکه وويل، چې تېره ورځ د دې ولسوالۍ په کلينيک کې د قابلې د نشتوالي له امله يوې ولادي ناروغې ښار په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د هغه په وينا، چې واورو د دوى د کليو لارې له ولسوالۍ سره تړل شوې او پر خپل وخت خپل ناروغان کلينيک او روغتون ته نه شي رسولای.

ده زياته کړه: ((په کلينيک کې ډاکتره نه وه، زموږ د يوه کليوال ښځه يې په موټر کې بازار ته وړه او په لاره کې مړه شوه.))

د پکتيا د احمدابا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي اجمل پژواک ته په خبرو کې وويل، چې د ولسوالۍ په دوو کلينيکونو کې قابلې نشته.

نوموړی زياتوي، چې د سره ملنګ په کلينيک کې قابله نه شته او د مچلغو په سيمه کې، چې په تشکيل کې يې قابله شته، خو د ده په خبره، په دغو تېرو اوو ورځو کې يې لا هم حاضري نه ده ورکړې او کلينيک ته راوړل شوې ناروغانې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((زه چې څومره خبر يم، په مچلغو کې دوه ښځې د ولادت لپاره په واورو کې د ګردېز ښار ملکي روغتون ته د قابله ګانو د نشتوالي په وجه په ډېرې سختۍ راوړل شوې دي.))

د پکتيا د ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي هم وايي، چې د يادو دريو مېرمنو له مړينې څخه خبر شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د سيمې خلکو دوى ته هم د قابله ګانو د نه شتون په اړه شکايتونه کړي دي.

خو د پکتيا د عامې روغتيا رييس خان اغا مياخېل د خلکو ادعاوې ردوي او وايي، چې په ټولو کلينيکونو کې قابله ګانې شتون لري او تر اوسه کومه ښځه د ولادت پر مهال نه ده مړه شوې.

هغه زياته کړه: ((کېداى شي کلينيک ته په لاره کومه مېرمنه مړه شوې وي.))

خو د عامې روغتيا رياست يوه کارکوونکي، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې ډېر روغتيايي مرکزونه قابلې نه لري.

هغه زياته کړه، چې د ګردې څېړۍ، ځاځي اريوب، د زرمت د مموزيو، ارمه، د څمکنيو د لواړې، د احمدخېلو د موشکې، سيدخېلو، انډوام او قيمتۍ کلينيکونه قابلې نه لري.

د سرچينې په وينا، ښايي په نورو روغتيايي مرکزونو کې هم قابلې نه وي او نه سمه حاضري ورکوي.

په پکتيا کې په داسې حال کې د ولادت پر مهال د ميندو د مړينې راپور ورکړل شو، چې تېره مياشت د يو. اېس. اى. اې. ډي له خوا په يوه راپور کې ادعا شوې وه، چې په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړينې کچه ټيټه شوې ده.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.