ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جاپان په ننګرهار کې ١٣ نوې پروژې پلې کوي

جاپان په ننګرهار کې ١٣ نوې پروژې پلې کوي

author avatar
8 Feb 2012 - 10:54
جاپان په ننګرهار کې ١٣ نوې پروژې پلې کوي
author avatar
8 Feb 2012 - 10:54

جلال اباد (پژواک ١٩ سلواغه ٩٠): په ننگرهار کې د جاپان په مرسته د پنځه مليونه امريکايي ډالرو په لګښت د رغاونې ١٣ پروژې پلې کېږي.

د والي وياند احمدضياء عبدالزي د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو پروژو د پلې کولو تړون نن د والي ګل اغا شېرزي او د جاپان د نړۍ والو همکاريو د مؤسسې (جايکا) د استازي ترمنځ لاسليک شو.

د هغه په وينا، د دغه تړون له مخې به د دغه ولايت په سره رود او بهسودو ولسوالۍ کې د راستنو شوو کډوالو لپاره د سړکونو، ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو، کوچنيو بندونو او کانالونو ١٣پروژې پيل شي.

هغه زياته کړه، د دې لپاره، چې ولايتي ادارې د جايکا موسسې د پروژو د لومړي پړاو لپاره ښه زمينه برابره کړې وه، دغه موسسه غواړي، چې د رغنيزو پروژو لمن نوره هم پراخه کړي.

د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د تېر کال په اوږدو کې د جايکا په مرسته د شپږ مليونه امريکايي ډالرو په لګښت په ننگرهار کې ١٩ پروژې پلې شوې وې.

د يادو ١٣پروژو د تړون د لاسليک پر مهال د جايکا موسسې يوه استازي اراهيتوشي ډاډ ورکړ، چې هېواد به يې په ننګرهار کې د رغنيزو پروژو دريم او څلورم پړاو هم پيل کړي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال پژواک ته وويل، چې د جاپان هېواد د اوبه خور او روغتيا موسسې (PMS) له لوري د دغه ولايت د کوز کونړ په ولسوالۍ کې د اوبو د يو سربند او کانال جوړونې چارې پيل شوې.

هغه زياته کړه، چې پر دغو دواړو پروژو به ٣ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راشي، چې په ٣ کلونو کې به بشپړې او د ٢٠٠٧ کورنيو ٣٠٠٠ هکتاره ځمکې به خړوبې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې استنادي دېوال به په پيل کې سربند ولري، د دريو دروازو درلودونکى به وي او هره دروازه به يې څلور متره لوړوالى او يو نيم متر سور ولري.

د هغه په وينا، کانال به يونيم کيلومتر اوږدوالى ولري او دواړو څنډو ته به يې سيمي جالۍ ورکړل شي، چې له ښويېدنې به خوندي وي.

د يادونې ده، چې جاپان هېواد په ننګرهار کې د شولې د ترويج ترڅنګ د اوبه خور او ښوونځيو ګڼې پروژې لري، خو دوه کاله وړاندې يې وسلوالو مخالفينو يو انجينر هم و واژه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.