وروستي خبرونه

    ښوونه او روزنه

    خصوصي ښوونځي په جدي ډول څېړل کېږي

    کابل (پژواک ١٩ سلواغه ٩٠): د پوهنې وزارت د نوي تعليمي کال له پيل سره سم خصوصي ښونځي په جدي بڼه څېړي او هغه ښوونځي چې خپل کم تر کمه معيار برابر نه کړي، نور به د فعاليت اجازه ورنه کړل شي.

    د پوهنې وزارت تدريسي مرستيال محمد صديق پتمن له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې د دې مطلب په څرګندولو سره وويل، چې د وړ تعليمي چاپېريال، معياري ودانۍ، مسلکي ښوونکو، لابراتوار او د لوبغالي درلودل هغه کم تر کمه معيارونه دي، چې بايد ټول خصوصي ښوونځي هغه ولري.

    نوموړى وايي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ٥٠٠ خصوصي ښونځې شته، چې له هغې نه تر ٢٠٠ زيات په کابل ښار کې دي، چې ٢٠٠زره تنه په کې په زده کړه بوخت دي.

    پتمن د هېواد په کچه د شته خصوصي ښوونځيو موجوده شمېرو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې دغه ښوونځي په تېرو لسو کلونو کې د زده کوونکو د شمېرې په کچه تر خپل حد ډېر جوړ شوي دي؛ پرته له يوه دوه يې نور ټول په هغو غير معياري کرايي ودانيو کې چې د هستوګنې د کورونو لپاره جوړ شوې دي، فعاليت کوي.

    د پوهنې وزارت تدريسي مرستيال زياتوي چې په ٩٩ سلنه خصوصي ښوونځيو کې چې اوس په هېواد کې فعاليت لري، د زده کوونکو تعليمي کچه د پوهنې په ښوونځيو کې د زده کوونکو تر سويې ټيټه ده او يوه سلنه يې داسې ښونځي دي، چې تکړه او ښه ښوونکي يې جذب کړي دي.

    نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې دې ډول ښوونځيو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوې ده؟ وويل: ((په لومړي سر کې د پانګې اچوونکو د جذب او د خصوصي سکټور د تشويق لپاره موږ اجازه ورکړه چې دوى فعاليت وکړي؛ ولې ورته ويلي مو وو، چې بايد خپل ځانونه د پوهنې له انډول سره برابر کړي؛ خو اوس ډېره موده تېره شوې ده او موږ ډېر جدي يو چې له هغوى سره به جدي چلند کوو.))

    نوموړي په داسې حال کې چې ويل يې، په خصوصي ښوونځيو کې د ډېرو پيسو اخيستنې په ځانګړي ډول د لوړ فيس په اړه ورته شکايتونه رسېدلي دي، زياته يې کړه چې د ازاد بازار د سيسټم او د خصوصي ښوونځيو د مقررې پر بنسټ دولت نه شي کولاى د خصوصي ښوونځيو فيس وټاکي.

    خو پتمن زياته کړه، چې د داخلې په نوم د پيسو اخيستل د خصوصي ښوونځيو د مقررې خلاف کار دى او که کوم ښوونځى دا پيسې واخلي، قانوني چلند به ورسره وشي.

    اوس مهال په خصوصي ښوونځيو کې تر ټولو کم مياشتنى فيس ٢٥٠٠ افغانۍ او تر ټولو زيات حد يې ٨٠٠٠ افغانۍ دى.

    د پوهنې وزارت تدريسي مرستيال وايي، چې په روان کال کې له ورځني څار او بررسۍ پرته تر سلو زيات خصوصي ښوونځي يې په کابل او ننګرهار ولايتونو کې په جدي بڼه څېړلي دي.

    د ده په وينا، د هغو ښوونځيو له ډلې چې څېړل شوي دي، لس ښوونځي په کابل ښار کې تړل شوي او پاتې نور له لسو زرو تر پنځوس زرو افغانيو پورې نقدي جريمه شوي يا هغوى ته ليکلې توصيه استول شوې ده.

    د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې وزارت له خوا څېړنې دوام لري.

    پتمن زياته کړه: ((که چېرته خصوصي ښوونځي زموږ په حداقل معياراتو ځان برابر نه کړي، موږ به د رسنيو له لارې دا ښوونځي خلکو ته وروپېژنو او هغوى ته به ووايو چې بچيان دې ښوونځيو ته ونه لېږئ او د فعاليت جواز به هم ترې واخلو؛ نور به د فعاليت اجازه ورنه کړو.))

    د پوهنې وزارت تدريسي مرستيال وايي، چې د خصوصي ښوونځيو د سرغړونو په اړه به نور جزئيات د نوي تعليمي کال (١٣٩١) په پيل کې وړاندې شي.

    اوسمهال د هېواد په څه باندې ١٤زره دولتي ښوونځيو کې له ٨،٢ ميليونو څخه زيات زده کونکي د ١٩٠زره ښوونکو له خوا په وړيا ډول تدريسېږي.

    د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، له ١٩٠زرو ښوونکو څخه ٣٧ سلنه يې ليسانس، له ليسانس څخه لوړ او څوارلسم پاس دي او پاتې نور يې د دولسم ټولګي فارغان دي.

    همداراز د ١٤زرو ښوونځيو له ډلې اته زره يې ودانۍ لري او پاتې نور يې تر خېمو شنه اسمان لاندې او کرايي ودانيو کې فعاليت کوي.

    خو د پوهنې وزارت مسوولين وايي، چې دمګړۍ ٤٢ دارالمعلمينو او ١١١ الحاقيو څه باندې ٦٢زره کسان تر روزنې لاندې نيولي دي او هر کال ٥٠٠ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړېږي.