نيلي (پژواک ١٩ سلواغه ٩٠): د دايکنډي په ميرامور ولسوالۍ کې تر واورو لاندې شوي د دريو کسانو له ډلې،د دوو مړي او يو په ټپي حالت کې راو ايستل شول.
دا واوره ښويېدنه تېره ورځ د ميرامور ولسوالۍ په کټه سيب کلي کې رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې يې پنځه موټرونه تر واورو لاندې شول، په پېښه کې درې تنه مړه، دوه ټپيان او درې نور نادرکه دي.
د ميرامور ولسوال طلاحسين فرزام پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې د خلکو په همکارۍ يې دوه مړي او يو ټپي له واورو راښکلي دي.
د دايکنډي والي مرستيال حبيب الله رادمنش وويل، چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو د خلکو په مرسته د ښځو او ماشومانو په ګډون ٤٠ تنه له واورو را ايستلي وو.
هغه څرګنده کړه، چې د نن ورځې له دوو مړو او يوه ټپي سره، د وروستۍ واورې ښويېدنې له امله پنځه تنه مړه او درې ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د دايکنډي ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزي د مسوولينو په وينا، د اتو ورځو په تېرېدو سره اوس هم د سنګ تخت، کيتي او کجران ولسواليو لارې د ولايت له مرکز سره تړلې دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن