ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حقاني ډلې لس وسلوال و وژل شول

د حقاني ډلې لس وسلوال و وژل شول

author avatar
8 Feb 2012 - 10:43
د حقاني ډلې لس وسلوال و وژل شول
author avatar
8 Feb 2012 - 10:43

اسلام اباد (پژواک ١٩ سلواغه ٩٠): پر شمالي وزيرستان د امريکا په بې پيلوټه هوايي بريد کې د حقاني ډلې اړوند لس وسلوال و وژل شول.

د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د تسليم خان په نوم يوه ځايي چارواکي د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بې پيلوټه هوايي بريد نن سهار وخته د ميرانشاه سوېل ته په ١٥ کيلومترۍ کې د سپلګې په سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې پر يوه کور بريد کړى، خو دغې دولتي سرچينې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

په سيمه کې يوې بلې امنيتي سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، چې دغه بريد په سيمه کې د حقاني ډلې د وسلوالو پر يوه مرکز شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په بريد کې د يو شمېر افغانانو په ګډون ١٠ وسلوال وژل شوي او مرکز يې هم ويجاړ شوى دى.

د ملک ممتاز په نوم يوه ځايي خبريال پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې ياد مرکز په بشپړه توګه ويجاړ شوى او وژل شوي کسان هم په بشپړ ډول سوځېدلي او د پېژندلو نه دي.

د يادونې ده، چې د روان لمريز کال د ليندۍ په پنځمه په مومندو ايجنسۍ کې د ايساف له خوا پر پاکستانيو پوستو له بريدونو وروسته، چې په ترڅ کې يې ٢٤ پاکستاني سرتېري و وژل شول، د بې پيلوټه هوايي بريدونو لړۍ تر يوې مياشتې پورې بنده شوې وه.

له تېرې يوې مياشتې يو ځل بيا پر وزيرستان بې پيلوټه هوايي بريدونه پيل شوي او په دې موده کې تر اوسه شپږ بريدونه ترسره شوي دي.

د امريکايي سرچينو د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠٤ زېږديز کال راهيسې پر قبايلي سيمو د امريکايي بې پيلوټه الوتکو له خوا ٢٨٥ هوايي بريدونه شوي، چې له امله يې زرګونه کسان وژل شوي دي.

په وژل شوو کې د ځايي اوسېدونکو او وسلوالو ترڅنګ د القاعدې او حقاني ډلې ګڼ شمېر بهرني قوماندنان او وسلوال هم شامل دي.

 

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.