ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه پاکستاني په ګډون درې وسلوال ونيول شول

author avatar
8 Feb 2012 - 18:07
author avatar
8 Feb 2012 - 18:07

کندهار ښار (پژواک ١٩ سلواغه ٩٠): په کندهار کې افغان ځواکونو د يوه پاکستاني په ګډون درې وسلوال نيولي، چاودېدونکي توکي او زياته اندازه سپکې او درنې وسلې يې تر لاسه کړې دي.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امنيه قوماندانۍ اړوند د سيمه ييز کنټرول پوليسو د ښار په لومړۍ ناحيه کې د محمد بخش په نوم يو پاکستانى، چې له طالبانو سره تړاو لري، نيولى دى.

 هغه زياته کړه، له نيول شوي وګړي سره د وسلوالو طالبانو يو شمېر مکتوبونه، لاسي ليکونه او نور اسناد هم نيول شوي دي.

 د نوموړي په وينا، پوليسو دغه راز د ښار د اتمې حوزې په سيمه کې له چاوېدونکو توکو ډکه ډبه او په ژېړۍ ولسوالۍ کې يو موټر سايکل بم کشف او شنډ کړي دي.

 دى وايي، په ژېړۍ ولسوالۍ کې مېشتو د ملي اردو سرتېرو په خپلو عملياتو کې لسګونه ميله وسلې او دوه وسلوال مخالفين نيولي دي.

 هغه وويل، د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو اړوند د درېيمې لوا د لومړي کنډک سرتېرو د روانې اونۍ په اوږدو کې د همدې ولسوالۍ په سنګسار سيمه کې ٥ کلاشينکوفونه، ٤ مخابرې، ١٨ ماينونه، يوه تومانچه،٨١ کيلوګرامه ترياک، ١٠ د کلاشينکوف شاجورونه، يو ميل يوولس ټکه ټوپک او يوه اندازه چاودېدونکي توکي تر لاسه کړي دي.

 د ده په خبره، په دغو عملياتو کې دوه وسلوال مخالفين هم نيول شوي، چې په سيمه کې  يې دولت ضد کړنې کولې.

 ايوبي زياتوي، په هغو عملياتو کې چې په همدې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو له خوا ترسره شوي، يوه دهشکه،يوه پيکا، ٢٠ فيره د راکټ مرمۍ، ١٤ فيره د دوه اتيا ملي متري توپ مرمۍ او يوه اندازه خام چرس نيول شوي دي.

 ده وويل، په يو لړ نورو عملياتو کې چې د همدې سيمې د اوسېدونکو په مرسته تر سره شوي، ٤٩ د راکټ مرمۍ، ٦ د دوه اتيا ملي متري توپ مرمۍ او ٥ ماينونه نيول شوي دي.

 د کندهار ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې کندهار ولايت له پاکستان سره ٤٢٨ ميله ګډه پوله لري، چې په غرونو پوښل شوې او وسله وال مخالفين ترې په استفاده دې غاړې ته را اوړي او وسله وال فعاليتونه تر سره کوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.