ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان او کونړ کې د ولايتي شوراګانو اداري پلاوي وټاکل شول

author avatar
8 Feb 2012 - 17:55
author avatar
8 Feb 2012 - 17:55

ترينکوټ، اسعد اباد: (پژواک ۱۹ سلواغه ٩٠): په اروزګان او کونړ ولايتونو کې په داسې حال کې د ولايتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې، چې ناکامو کانديدانو ولايتي ادارې په درغلۍ تورنې کړې.

دغه ټاکنې د سلواغې په ١٩مه، په داسې حال کې ترسره شوې، چې د ولايت د مقام، ټولـټاکنو خپلواک کمېسيون، د ملګرو ملتونو د ادارې يوناما او د بشري حقونو له خوا يې څارنه کېدله.

د اروزګان ولايتي شورا د تېرې دورې رييس امان الله هوتکي او د ولايتي شورا بل غړي حاجي ابراهيم اخوندزاده ځانونه د رياست لپاره کانديد کړي وو، چې په ټاکنو کې حاجي ابراهيم د څلورو موافقو او درېيو مخالفو رايو سره بريالى اعلان شو.

دغه راز جان محمد پوپل د دې شورا د مرستيال او محمد نعيم خان د منشي په توګه وټاکل شول.

خو د دې ټاکنو ناکام کانديد او پخوانى رييس امان الله هوتکي ولايتي اداره تورنه کړه، چې د بريالي کانديد لپاره يې په درغلۍ لاس پورې کړى و.

هغه دغه ټاکنې رد کړې او زياته يې کړه، داسې اسناد په لاس کې لري چې د دې ولايت لوړ پوړي دولتي چارواکي په اداري فساد کې ککړ دي او له همدې امله هغوى په ټاکنو کې د دې مخالف کانديد ته د رايو لپاره يې د ولايتي شورا غړي په پيسو اخيستي وو.

هوتکي زياته کړه: ((د ارزګان ولايتي اداره په فساد کې ککړه ده او ولايتي شورا يواځينۍ ارګان دى چې د دوى پر ضد يې مبارزه کوله؛ خو ولايتي ادارې اوس د خپلې خوښې کانديد کامياب کړ او فساد ته يې نوره هم لاره هواره کړه.))

د ولايتي شورا يو وکيل جان محمد کريمي هم وايي، چې د ولايتي ادارې په غير قانوني هلو ځلو داسې څوک د ولايتي شورا د رييس په توګه وټاکل شو، چې خپل نوم هم نه شي ليکلى.

خو د اروزګان د والي مرستيال حاجي خداى رحيم بيا دغه نيوکې ردوي او وايي، چې د شورا ټاکنې په شفافه توګه ترسره شوې او هېڅ درغلۍ نه ده شوې.

نوموړي، په پيسو د وکيلانو د اخيستلو خبره هم رد کړه.

هغه زياته کړه، هر وکيل قانوني حق لري چې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي او خپل رييس وټاکي.

په دې ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس عبيدالله عثماني هم وايي، چې د ټاکنو پر مهال کومه ستونزه نه ده رامنځ ته شوې او ټاکنې رڼې وې.

د اروزګان د ولايتي شورا نوي ټاکل شوي رييس حاجي ابراهيم اخونزاده، پژواک اژانس سره په خبرو کې له خپلو وکيلانو مننه وکړه، چې پر ده يې باور ورکړ او رايه يې ورکړه.

هغه هم دا ادعاوې رد کړه، چې ګوندې په دې پروسه کې درغلي شوې او يا هم په ټاکنو کې جوړ جاړى شوى و.

د يوه بل خبر له مخې، نن د کونړ د ولايتي شورا د اداري پلاوي ټاکنې په دوهم پړاو کې ترسره شوې؛ خو د دې ولايت ناکام کانديد هم ځايي اداره په درغليو تورنه کړه.

له ټاکنو مخکې په کونړ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون  مشر شاه جهان سرداري، د ولايتي شورا د ټاکنو پر طرزالعمل خبرې وکړې او ويې ويل، د کونړ د ولايتي شورا ټاکنې له ټول شمېر څخه په دوه ثلثه دايرېږي او د نيمايي جمعه يو په خپلولو يو کانديد بريالى اعلانېږي.

سرداري وويل، د ولايتي شورا د لومړي پړاو په ټاکنو کې دوه ثلثه پوره نه وو، ځکه خو ټاکنې بې پايلې پاتې او دوهم پړاو ته لاړې.

نوموړي د يادو ټاکنو په اړه زياته کړه، د کونړ ولايتي شورا چې د درېيو ښځو په ګډون ټول نهه غړي لري، دوه يې غير حاضر، يوه يې له ټاکنو سره پرېکون وکړ او شپږ يې د رايو صندوقونو ته لاړل او رايې يې وکارولې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول سعادت الله د ټاکنو پايله اعلان کړه او ويې ويل، چې د څلور مثبتو او دوو سپينو رايو په کارونه حاجي مياحسن عادل د ولايتي شورا مشر، انجنير اسماعيل د پنځو مثبتو رايو په خپلولو مرستيا ل او سلطان صديقي د شپږو مثبتو رايو په خپلولو د ولايتي شورا منشي وټاکل شو.

د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي چې د څارونکي په توګه يې په ټاکنو کې غړيتوب درلوده، د ټاکنو د مشروعيت په اړه پژواک ته وويل چې رڼې ترسره شوې.

 د ولايتي شورا مشرتابه ته کانديد حاجي نورالدين چې د لومړي پړاو په ټاکنو کې يې ځان بريالي ښوده، د دوهم پړاو ټاکنې يې غير مشروع وبللې او د اعتراض په توګه يې له ټاکنو سره پرېکون وکړ.

هغه زياته کړه، په  لومړي پړاو کې د ولايتي شورا ټولو غړو ټاکنو ته چمتووالى ښودلى وو؛ خو سيالان يې تر استحضاري ورکولو وروسته له ټاکنو پرېکون وکړ.

حاجي نورالدين چې د دوهم پړاو ټاکنې يې نامشروع او د کونړ د والي تر اغېز لاندې وګڼلې، ويې ويل چې د ټاکنو پايلې ورته د منلو نه دي.

د ولايتي شورا له ټاکنو وروسته د ناکام کانديد پلويان ښار ته ووتل او د لاريون په ترڅ کې يې دا ټاکنې نامشروع وبللې.

حاجې نورالدين چې په خپله يې په لاريون کې ګډون کړى و، پژواک ته وويل، د کونړ ولايتي اداره د قومونو په منځ کې تفرقه او فتنه اچوي.

هغه زياته يې کړه، ولايتي اداره د ده له سياله ملاتړ کوي چې دى يې ښکاره بېلګه د والي په دفتر کې د ټاکنو ترسره کېدل ښيي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.