جلال اباد (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٠): د نورستان چارواکي وايي، چې تر څلور ورځني ځنډ وروسته يې د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو ترمنځ د غځېدلو لويو لارو واورې پاکې او بندې لارې يې خلاصې کړي دي.
د نورستان مرستيال والي قاضي محمدنبي احمدي د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مرکز پارون او کونړ چپې درې ترمنځ ٦٠ کيلومتره، د مرکزي او ختيځ نورستان ترمنځ ٥٠ کيلومتره، د پارون او وانت وايګل ولسواليو ترمنځ ٣٥ کيلومتره سړکونه له واورې پاک شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د څو ورځې مخکې واورو له امله پر يادو لويو لارو تر يو متر پورې واوره پرته وه.
نوموړي وويل، چې په لاره پاکونه کې د فوايد عامې رياست او ساختماني شرکتونو د وسايطو ترڅنګ د حشر په بڼه نږدې ٥٠٠ ځوانانو برخه درلوده.
د نورستان د والي وياند محمد زرين پژواک ته وويل، چې د واورې په ورښتنو کې چا ته د سر زيان نه دى اوښتى.
د نوموړ په وينا، اوس مهال د کونړ-پارون، کامدېش-پارون، برګمټال-پارون، واما- پارون او وانت وايګل-پارون ترمنځ غځېدلې ترانسپورتي لارې د ترافيکو پر مخ خلاصې دي.
د والي وياند زياته کړه، لوېديځ نورستان د موټرو د لارو د نشتوالي له امله اوس هم د تګ راتګ له نعمته ځکه بې برخې دى، چې د دريو واړو ولسواليو پلې لارې يې واورو پوښلې دي.
د يادونې ده، چې د تېرې اونۍ سختو واورو د ختيځو ولايتونو غرنۍ ولسوالۍ پوښلې او د يخنۍ تر سختې څپې لاندې راغلې دي.
Visits: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن