ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له زرګونو کروندګرو سره مرسته وشوه

author avatar
9 Feb 2012 - 16:40
author avatar
9 Feb 2012 - 16:40

مزار شريف-جلال اباد (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٠): د بلخ ولايت له پنځو زرو کروندګرو سره د خوراکي توکومرسته وشوه،بلخوا دکډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا په ختيځو ولايتونو کې له زرګونو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه.

 د بلخ دکرنې رييس کابت شمس نن (د سلواغې ۲۰مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له وچکالۍ ځپلو بزګرو سره د مرستې په دويم پړاو کې د دغه ولايت د دهدادۍ ولسوالۍ له ۶۰۰ بزګرو سره د غنمو او وريجو مرسته وشوه.

 نوموړي زياته کړه، چې هر بزګر ته ۲۰۰ کېلوګرامه غنم او ۲۵ کېلو ګرامه وريجې ورکړل شوې.

 د هغه په وينا، په دغه پړاو کې د ياد ولايت له ٥زرو بزګرو سره به ياده مرسته وشي.

 کاتب شمس وويل، چې دغه مرستې د کرنې او او مالدارۍ وزارت له خوا شوې دي.

 د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي له دغو مرستو خوښ دي او وايي، چې تېر کال يې د وچکالۍ له امله د کښتونو ډېره برخه له لاسه ورکړې وه.

 د بلخ د دهدادۍ ولسوالۍ د شېراباد کلي اوسېدونکي جمال الدين پژواک ته وويل، چې تېر کال يې د کښتونو نږدې نيمايي برخه له لاسه ورکړې وه.

 نوموړي زياته کړه: (( زموږ ډېر حاصلات له منځه ولاړل، له حکومت څخه هيله کوو، چې د مرستو ترڅنګ دې له موږ سره د بذري تخمونو مرسته هم وکړي.))

 د هغه په وينا، دغه مرستې ورته بسنه نه کوي او اړتيا لري، چې ورسره ډېرې مرستې وشي.

 د بلخ د کرنې رييس وويل، چې په لومړي پړاو کې د بلخ په څوارلسو ولسواليو کې له ٥زرو بزګرو سره ورته مرستې شوې وې.

 د يوه بل خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (يو. اېن. اېج. سي. ار وايي، چې د ختيځو ولايتونو کونړ، ننګرهار، نورستان او لغمان پر ٦٥٥٠ کورنيو يې د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل کړه.

په ختيځ زون کې د يادې کمېشنرۍ د عامه اړيکو مسوول محمد ايمل پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو ژمنيو مرستو کې کمپلې، وړين څادرونه، زنانه او نارينه ګرمې جامې، ترپالونه، د اوبو بوشکې، مايع ګاز او ګاز ډبې شاملې دي.

نوموړي زياته کړه، چې له دې پرته له هغو ٥٥٠ پاکستانۍ کډوالو کورنيو سره هم مرسته کوي، چې تېر کال د نا اراميو له امله د کونړ او ننګرهار سرحدي ولسواليو ته راکوچېدلې دي.

ايمل وويل، چې د نورستان د کامدېش او برګمټال ولسواليو د هغو کډوالو کورنيو سروې يې بشپړه کړې ده، چې د تېرکال له جګړو څخه د ننګرهار بېلابېلو سيمو ته کوچېدلې دي.

د UNHCR وياند وايي، چې د يادو څلورو ولايتونو د کډوالو چارو له رياستونو سره به په ګډه د مرستو د دغې لړۍ وېش د سلواغې تر پايه بشپړ کړي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي پژواک ته وويل، وار له مخه يې له UNHCR څخه د دغو مرستو ډېره برخه ترلاسه کړې او د ننګرهار په مرکز او ٢٢ ولسواليو کې يې د ولسوالۍ له چارواکو او قومي شوراګانو سره په ګډه اړې کورنۍ معلومې کړې دي.

د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د مياخېلو کلي يوه ا وسيدونکي اسلام الدين پژواک ته وويل، چې سږنيو سېلابونو دې ته اړ کړل، چې له خپلې سيمې څخه کور بلې سيمې ته ولېږدوي.

نوموړي زياته کړه، دولت دې په ختيځو ولايتونو کې د کابل لغمان پر سيندونو استنادي دېوالونه جوړ کړي، څو د نورو کډواليو مخه ونيسي.

اسلام الدين زياته کړه: ((نننۍ مرستې موږ ته بسنه نه کوي.))

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.