زرنج (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٠): يوې ښوونکې په داسې حال کې د نيمروز د ولايتي شورا څوکۍ ترلاسه کړه، چې په ولسي او مشرانو جرګه کې د دغه ولايت پنځه څوکۍ پخوا هم ښځو ترلاسه کړې وې.
د نيمروز د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس عبدالحميد شريفي پژواک ته وويل، چې د دغه ولايت د ولايتي شورا ټاکنې نن (د سلواغې٢٠مه) د دې شورا د ٧غړو په ګډون ترسره شوې.
هغه زياته کړه، چې د شورا د رياست لپاره شکيلا حکيمي او پخوانى رييس نجيب الله ناصر نوماندان وو او په پايله کې شکيلا حکيمي د څلور رايو په ترلاسه کولو سره يادې څوکۍ ته لار پيدا کړه.
شکيلا حکيمي په يادو ټاکنو کې د خپلې کاميابۍ راز، د دې شورا په تېر دور کې خپل خدمتونه کول وبلل او پژواک ته يې وويل، چې د شورا غړو د پخوانيو کړنو پر اساس پر هغې باور کړى او رايې ورکړې دي.
هغې وويل: ((که ښځې وغواړي، کولاى شي لکه د سړو په شان کار وکړي او هيله لرم، چې زموږ خويندې د والي، مرستيال والي او د امنيه قوماندان په توګه وګومارل شي.))
د زرنج د نجونو د لېسې يوې ښوونکې نجيبې پژواک ته وويل: ((خوشحاله يم، چې يوه مېرمن په داسې يوه مقام کې، چې د نيمروز له خلکو څخه استازي توب کوي، ګومارل شوې ده.))
هغې زياته کړه، چې تر اوسه د دغه ولايت د خلکو، په ځانګړې توګه د مېرمنو د ستونزو د حلولو لپاره کوم کار نه دى ترسره شوى.
د زرنج ښار اوسېدونکى محمد سرور په دغه باور دى، چې د ښځو او سړو ترمنځ توپير نشته او هرڅوک چې ښه کار ترسره کړي د قدر وړ دى او بايد ورته د مديريت او مسووليت چانس ورکړل شي.
هغه همدارنګه اندېښنه وښوده، چې د دغه ولايت د خلکو، په ځانګړې توګه د بېکاره ځوانانو د ستونزو د حلولو لپاره کوم کار تر اوسه ن دى ترسره شوى.
شکيلا حکيمي ٢٨کلنه ده، د نيمروز له دارالمعلمين څخه فارغه او واده يې هم کړى دى.
هغې په ولايتي شورا کې له غړيتوب څخه وړاندې د زرنج د نجونو په لېسه کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوله.
نيمروز ولايت په ولسي جرګه کې ٢ او په مشرانو جرګه کې ٣ څوکۍ لري او د دغه ولايت استازي او سناتوران په دواړو شوراګانو کې ټولې مېرمنې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن